د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو اسیایي جام سیالیو په لړ کې هندوستان افغانستان ته ماتې ورکړه.
د اسیا د اتو لوبډلو په ګډون دا پنځوس اووریزې سیالۍ د لېندۍ په ۱۷مه، په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې.
د دې لوبې پچه د هندوستان نوولس کلنو لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان لوبډلې په ټولو ۵۰ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۳ منډې وکړې او هند ته یې د ۱۷۴ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان ۱۹ کلنو له لوري جمشید ځدراڼ ۴۳، یونس ځدراڼ ۲۶ او نعمان شاه ۲۵ منډې جوړې کړې.
د هند ۱۹ کلنو لوبډلې یاد هدف په ۳۷،۳ اورونو کې د دریېو وېکټو په غورځېدو سره پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د یادونې وړ ده چې افغان نوولس کلن ځوانان به د اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ (د دسمبر ۱۰مه) د نیپال په وړاندې ترسره کړي.
Views: 19