د کاناډا د کډوالۍ وزیر اعلان کړی چې ۳۳۳ نور افغان کډوال کاناډا ته ولېږدول شول.
د کاناډا د کډوالۍ وزیر مارک مېلر پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه شمېر افغانان نن (پنجشنبه) په یوه ځانګړې الوتکه کې د کاناډا وینیپګ ښار ته لېږدول شوي دي.
هغه لیکلي چې دغه شمېر افغانان به د کاناډا په بېلابېلو ښارونو کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
نوموړي څرګنده کړې چې یاد شمېر کډوال به د کاناډا ادمونتون، اټاوا، ټورنټو او ۳۳ نورو ښارونو کې مېشت شي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه اونۍ مخکې هم په یوه پرواز کې ۳۵۴ افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدول شوي وو.
Views: 12