د اتریش پلازمینه ویانا کې د افغان سیاسیونو په ګډون د یوه کنفرانس ګډونوالو له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو له حقونو ملاتړ وکړي.
دغه درې ورځنۍ ناسته (د یوه ولسواک افغانستان لپاره د ویانا کنفرانس) د تېرې یکشنبې په ورځ پیل شوې وه، د سه شنبې په ورځ پای ته ورسېده.
په دې ناسته کې د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مخالفینو او د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم ګډون کړی و.

هغه تر ناستې وروسته وویل، چې د افغانستان په تړاو د لار نقشې په جوړولو هوکړې ته رسېدلي.
د یادې ناستې ګډونوالو په پای کې یوه اعلامیه هم خپره کړه، په دې اعلامیه کې راغلي چې ګډونوالو یو ځل بیا د دیموکراسۍ پر اصولو، بشري حقونو او ملي یووالي باندې ټینګار کړی دی.
په دغه اعلامیه کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې په افغانستان کې د مثبت بدلون لپاره مهم او رغنده رول ولوبوي.
سرچینې زیاته کړې چې دوی د افغانستان د خلکو له مقاومت څخه خپل ملاتړ اعلانوي او له نړېوالې ټولنې یې غوښتي دي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره جدي اقدامات وکړي.
د اعلامیې له مخې، د دې ناستې ګډونوالو له ملګرو ملتونو او نورو نړېوالو سازمانونو غوښتي دي چې په افغانستان کې د ډله ییزو وژنو او بشري حقونو څخه د سرغړونو پېښې ثبت کړي.
د دې کنفرانس ګډونوالو له نړېوالې ټولنې غوښتي دي چې د افغان ښځو له حقوقو څخه ملاتړ وکړي.
Views: 10