د پاکستان پولیسو اعلان کړی چې پېښور ښار کې د چاودنې له امله د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د اکسپرستربیون د راپور له مخې، چاودنه نن سهار(سهشنبه) نږدې ۹:۱۰ دقیقې د پېښور دولتي مدرسې سره نږدې شوې ده.
د پاکستان پولیسو یوه چارواکي رسنیو ته ویلي، څلور کیلوګرام چاودېدونکي توکي چې د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي وو، چاودېدلي دي.
په یاد راپور کې راغلي، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او نورې څېړنې روانې دي.
سرچینې لیکلي، د ټپي شوو ماشومان عمر له ۷ تر۱۰ کلونو دی چې د دوو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
Views: 12