پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي چې پاکستانیو پولیسو د دې ډلې د مشر منظور پښتین د موټرو پر کاروان ډزې کړې او بیا یې نیولی دی.
د دغې ډلې لخوا د لېندۍ په ۱۳مه، د شپې ناوخته په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د غورځنګ مشر منظور پښتين د بلوچستان له چمن څخه د تربت سیمې په لور روان و ، چې پر لاره د چمن او کويټې ترمنځ سیمه کې د منیتي کسانو لخوا ونیول شو.
دغې ډلې د منظور احمد پښتین نیول غندلی او دا یې له قانون څخه سرغړونه ګڼلې ده.
بلخوا دغه غورځنګ د سه شنبې په ورځ ټول پاکستان، امریکا، اروپا او نورو هېوادونو کې د پښتین د نیول کېدو پر ضد د سترو لاریونونو ترسره کولو اعلان کړی دی.
غورځنګ وایي چې امنیتي کسانو چمن سره نږدې د دوی د موټرو پر کاروان ډزې کړې، منظور پښتین ژغورل شوی، خو دوه ښځې ټپیانې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې منظور پښتین له تېرې اونۍ راهیسې د چمن په هغه پرلت کې برخه اخیستې وه، چې افغانستان ته له پاسپورټ پرته د تګ راتګ غوښتنې لپاره وهلی شوی دی.
دغه راز ټاکل شوې وه، چې هغه د بلوڅانو په هغه پرلت کې ګډون کړی وای چې د ورکو شویو کسانو پر ضد یې وهلی دی.
Views: 20