د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد د الف لوبډلې او د انګلستان الف لوبډلې ترمنځ د کرکټ درې ورځنۍ لوبه نن په اماراتو کې پیلیږي.
د کرکټ بورډ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان بورډ له انګلستان کرکټ بورډ سره په ګډه د دغې لوبې کوربه توب په غاړه ولري چې له مخې به یې د افغان ابدالیان اړوند لګښتونه د افغانستان کرکټ بورډ او د انګلستان الف لوبډلې لګښتونه به ددغه هېواد کرکټ بورډ پر غاړه لري.
سرچینې زیاته کړې، د انګلستان الف لوبډلې پر وړاندې دغه درې ورځنۍ تمریناتي سیالي د راتلونکو سیالیو او سفرونو لپاره د افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې د لا غوره چمتووالي په موخه پلان شوې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف په دې اړه وایي: «موږ غوره وبلله چې له دغه فرصت څخه ګټه واخلو او د انګلستان الف لوبډلې پر وړاندې په یاد وخت کې د (سور توپ) ټسټ یا درې ورځنۍ لوبه تنظیم کړو، چې له نېکه مرغه پکې بریالي وو.»
هغه زیاته کړې، اوسمهال په دې هم ډېر تمرکز لري چې د خپلې الف لوبډلې لپاره په پرله پسې ډول لوبې تنظیم کړي، ځکه دوی باید له هر ډول شرایطو، حالاتو او هوا سره بلدتیا ولري، ترڅو د راتلونکو هر ډول ملي لوبو لپاره چمتو وي او یوه غوره پشتوانه واوسي.
دغه تمریناتي لوبه په داسې حال کې ترسره کېږي چې له دې وړاندې افغان ابدالیان لوبډلې د عمان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې هم دوه، یو ورځنۍ او پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړې وې.
بلخوا کرکټ بورډ دغې لوبې لپاره د اکرام علي خېل په لوبډلمشرۍ ۱۴ کسیزه لوبډله کړې ده.
په اعلان شوې لوبډله کې اکرام علي خېل(لوبډلشمر)، ریاض حسن، احسان الله جنت، شاهدالله کمال، دروېش رسولي، سمیع الله شینواری، افسر ځاځی، شرف الدین اشرف، ضیاالرحمن اکبر، یمین احمدزی، ظاهرخان، نجات مسعود، سلیم ساپی او سعید شیرزاد شامل دي.
Views: 22