په تېرو دوو کلونو کې د وچکالۍ له امله د هلمند ولایت له څلورو ولسوالیو دوه زره کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوې دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض وویل چې په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د دغه ولایت د موسیکلا ولسوالۍ د چاهسرای له سیمې دوه سوه کورنۍ، د واشير ولسوالۍ د ناوې له سيمې پنځه سوه کورنۍ، د نوزاد ولسوالۍ له جلګې، سرېکلا، واخر او تزني سيمو زر کورنۍ او د کجکي ولسوالۍ له زمینداور سیمې درې سوه کورنۍ د وچکالۍ له امله اړې شوې چې د دغه ولایت نورو سیمو او یا نورو ولایتونو ته کډه شي.
د هغه په خبره، سره له دې چې له یادو کورنیو سره د بېلابېلو ادارو له لوري مرستې شوې، خو په دغه ولایت کې دا او نورې بېځایه شوې کورنۍ او د طبیعي پېښو ځپلې کورنۍ مرستو ته اړتیا لري.
ده پر مرستندویه موسسو غږ وکړ چې له دغو اړو کورنیو سره مرستې وکړي.
د نوزاد ولسوالۍ یو اوسېدونکی نورالله چې اوس مهال د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته بېځایه شوی وایي چې د اوبو نشتوالي له امله اړ شو چې خپلې پلرنۍ کرنیزې ځمکې پرېږدي.
د موسیکلا ولسوالۍ د زمینداور سیمې یو اوسېدونکی محمد هم چې اوس مهال لښکرګاه ښار ته را کډه شوی وایي: «اوبه نشته، خپلې ځمکې مو پرېښودې، دلته اوس خلک ټول پردۍ مزدورۍ ته درېدلي، د ورځې سل، دوه سوه پیدا کوي.»
د واشیر ولسوالۍ د ګورازان سیمې یو اوسېدونکی محمد لعل هم وایي، د دې ولسوالۍ د ناوې سيمه ټوله له خلکو تشه شوې او د څښاک اوبو ته د نه لاسرسي له امله اړ شوي خپلې سيمې پرېږدي.
نوموړی وایي: «کارېزونو کې اوبه نشته، کارېزونه ټول وچ شول، د واشير په یوه ځای کې هم کارېز نه دی پاتې، برمې هم ډېرې وچې شوې، ټوله ځمکه سورۍ سورۍ شوې ده.»
په همدې وخت کې د اوبو مدیریت برخې یو شمېر کارپوهان پر دې باور دي چې کم اورښتونه او د ډېرو ژورو څاګانو کیندل د اوبو د کمښت او وچکالۍ له لویو عواملو ګڼل کېږي.
د تودوخې درجې لوړېدل، پرلهپسې وچکالي، په منځنۍ کچه د ځمکې لاندې اوبو ۱۱ متره ټیټېدل، غیرموسمي بارانونه او د سېلابونونو راوتل په افغانستان کې د خلکو بېځایه کېدو، مالدارۍ کمېدو او د زرګونه هکټاره کرنیزې ځمکې د له منځه تلو لامل ګرځېدلي دي.
کارپوهانو هغه مهال ویلي و چې د یادو ستونزو د هواري لپاره باید د نورو اقداماتو ترڅنګ د هېواد اوبه هم مدیریت شي او که دغه کار ونه شي نو خلک د اوبو کمښت له ناورین سره مخ کېږي؛ خو د اوبو او برېښنا وزارت ویلي و چې د اوبو د مدیریت او یادې ستونزې د هواري لپاره هڅې روانې دي.
Views: 15