د راپورونو له مخې، دامریکا په ورمانټ ایالت کې په یوه وسله وال برید کې درې تنه فلسطينیان ټپیان شوي دي.
دا پېښه پرون د ورمانټ ایالت د برلینګټن په ښار کې هغه مهال رامنځته شوه، چې درې تنه فلسطیني الاصله امریکایان د شکرانې په دودیزو مراسمو کې د ګډون لپاره روان وو.
پولیسو ویلي چې پیښه د ورمانټ پوهنتون سره نږدې شوې او له دوی څخه یو تن په شدیده توګه ټپي شوی. چارواکو همدارنګه ویلي ښایي دا پېښه د کرکې په اساس شوی جنایت وي.
د پولیسو ځایي مشر ویلي چې په ټپي شویو کې د دوو وضعیت ښه دی، خو د درېیم ټپونه بیا شدید ښودل شوي. درې واړه ټپي شوي شل کلن دي. هغوي د یو خپلوان کور ته د شکرانې اداینې نمانځلو لپاره ورتلل چې په لار کې پرې د یو سپین پوستي امریکایي لخوا د تومانچې ډزې وشوې.
د پولیسو دې مشر وویل، ” پرته له دې چې څه ووایي، برید کوونکي د تومانچې څلور ډزې وکړې او ګمان دی چې هغه تښتیدلی دی. درې واړه ټپي شوي چې دوه یې د سر او خیټې تر منځ ټپي شوي او درېیم په پښه لګیدلی.”
مراد په خبري کنفرانس کې وویل چې درې واړه ټپي شوي کسان په خټه فلسطینیان دي چې دوه یې د امریکا تابعیت او دریم یې د دایمي پاتې کیدو سند (ګرین کارت) لري.
سپینې مڼۍ ویلي چې د ډزو دې پیښې په هکله جمهور رئیس جو بایډن ته معلومات ورکړل شوي او د امنیتي ادارو لخوا ورته تازه معلومات ورکول کیږي.
په عین حال کې د امریکایي-اسلامي اړیکو ادارې ویلي هر څوک چې داسې معلومات ورکړي چې د برید کوونکي نیول کیدو سبب شي، ۱۰۰ زره امریکاي ډالر انعام به ورکړي.
د یادونې وړ ده چې په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې پیلېدو وروسته په امریکا کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه ډېر شوي دي.
Views: 10