قطر اعلان کړی دی چې د اسراییل او حماس ترمنځ څلور ورځنی اوربند دوو نورو ورځو ته هم غځیدلی دی.
ددواړو ډلو ترمنځ تر ۴۸ ورځو خونړۍ جګړې وروسته د لیندۍ په څلورمه څلور ورځنۍ اوربند پیل شوی و.
دغه اوربند چې د امریکا، قطر او مصر په منځګړیتوب له څو ورځو خبرو اترو وروسته پیل شوی و او په دوو مرحلو کې دواړو لوریو د یوه بل لسګونه بندیان خوشې کړل.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د لېندۍ په ۴مه اعلان وکړ، چې د لومړي اوربند په هماغو شرایطو د دوو نورو ورځو لپاره غځول شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، دوی هڅه کوي چې دا موقت اوربند دایمي ته واړوي.
قطر ویلي چې په دوو نورو ورځو کې به نور بندیان خوشې شي او غزې ته لسګونه د خوراکي توکو نور موټرې ورسیږي.
د تېرې اکتوبر میاشتې له اوومې د حماس او اسرائیل ترمنځ جګړه روانه ده؛ په دې موده کې شاوخوا ۱۴ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړل او زرګونه نور ژوبل شوي دي.
دغه راز د راپورونو له مخې، په جګړو کې تر اوسه ۱۵۰۰ اسرائیلیان هم وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي وو.
تېره میاشت کله چې حماس اسرائیل ته ننوتل او جګړه یې پیل کړه، نو شاوخوا ۲۵۰ اسرائیلیان یې له ځان سره ژوندي هم وړي وو.
Views: 13