د جرمني د اقتصاد او پراختیا وزارت ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا د جي آی زیډ مرستندویه موسسې څلور کارکوونکي نیول شوي دي.
د جرمني د اقتصاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د لېندۍ په ۶مه) ویلي، دوی د نړۍوالې همکارۍ لپاره د جرمني موسسې یا “GIZ” د څلورو تنو نیول کېدل تاییدوي.
سرچینې زیاته کړې، تر اوسه د دې کسانو د نیول کېدو د لامل په اړه دوی ته رسمي معلومات نهدي ورکړل شوي.
د جرمني د اقتصاد او پراختیا وزارت ویاند دا هم وویل چې دوی دا موضوع په جدي توګه څاري او له ټولو لارو د دې کسانو د خوشې کېدو په اړه هڅه کوي.
د سرپرست حکومت ویاندویانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د نړیوالې همکارۍ لپاره د جرمني موسسه یا “GIZ” یو دولتي بنسټ دی چې د نړۍ په ۱۲۰ هېوادونو کې په اقتصادي پراختیا، کارموندنې، سولې، امنیت، چاپیریال ساتنې او د انرژۍ په برخو کې فعالیت کوي.
Views: 16