د سعودي او مصر په ګډون د پنځو اسلامي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو چین ته د سفر پر مهال له دغه هېواده د غزې جګړې درولو کې مرسته غوښتې ده.
د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان، مصر، اردن، فلسطین او اندونیزیا بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۹مه) بجینګ ته د سفر پر مهال د چین بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي.
د یادو پنځو اسلامي هېوادونو بهرنیو چارو وزیران په غزه کې د جګړې درولو په موخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنځو دایمي غړو هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې لومړی سفر چین ته وکړ.
د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په دې لیدنه کې ویلي، هېواد به یې په عربي او اسلامي هېوادونو کې له خپلو «وروڼو او خویندو سره» پر دې کار او کوښښ وکړي چې په غزه کې جنګ ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
د یادو اسلامي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د چین بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې په غزه کې دې ژر تر ژره اوربند وشي.
د سعودي بهرنیو جارو وزارت پر اېکس شبکې لیکلي، دغو وزیرانو دا هم ویلي چې «اسرایلي قابض ځواکونه دې په غزه او مقبوضه لوېدیځه غاړه کې د ښکاره سرغړونو له امله تر پلټنو لاندې ونیول شي.»
د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي، دا چې د اسلامي هېوادونو بهرنیو چارو وزیران لومړی سفر بجینګ ته وکړ، نو دا یې د چین پر ولس لوړ باور څرګندوي.
د یادونې ده، د تېرې اکتوبر میاشتې له اوومې نېټې راهیسې چې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ په غزه کې جګړه پیل شوې ده، نږدې ۱۳ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور ژوبل شوي دي.
Views: 11