اسټرالیا د یوه ورځني کرکټ نړېوال جام سیالیو پای لوبه کې کوره هېواد هندوستان ته په ماتې ورکولو د شپږم ځل لپاره اتلولي وګټله.
د نړېوال جام پای لوبه چې د هند د احمد اباد ښار په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې اسټرالیا وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د هند د لوبې پیل ښه نه و او په ۳۰ منډو یې شبمان ګیل له لاسه ورکړ، ورپسې د لوبډلمشر او ویرات کوهلي ترمنځ د ۵۰ منډو ملګرتیا وشوه، خو ورپسې لوبډلمشر روهیت شرما سوځېدلو سره د هند لوبډله تر فشا لاندې راغله او په پرله پسې یې لوبغاړي وسوځېدل.
د اسټرالیا د توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د هند ټوله لوبډله په پنځوسم اوور کې په ۲۴۰ منډو وسوځېدله او هند ته یې د ۲۴۱ منډو هدف ورکړ.
د هند له لوري کی اېل راهول ۶۶، ویرات کوهلي ۴۴ او روهیت شرما ۴۷ د پام وړ منډې وکړې او د اسټرالیا له لوري سټارک درې، هزیلووډ او کمینز دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د دغه هدف ترلاسه کولو او نړېوال جام ګټلو په موخه د اسټرالیا د لوبې پیل هم ښه نه و او په ۴۰ منډو یې درې مهم لوبغاړي وسوځېدل، خو وروسته د ټرویس هیډ او مارنوس ترمنځ د ۱۸۰ منډو ملګرتیا د دې لامل شو، چې اسټرالیا د شپږم ځل لپاره نړېوال جام وګټي.
اسټرالیا یاد هدف په په درې څلوېښت اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او پای لوبه یې وګټله، هیډ ۱۳۷ او مارنوس ۵۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د اسټرالیا ټرویس هیډ د پای لوبې او د هند ویرات کوهلي د ټولو سیالیو غوره لوبغاړي اعلان شول.
هند په دغه نړېوال جام کې تر پای لوبې مکې لس پرله پسې لوبې ګټلې او پای لوبې ته یې لاره پیدا کړې وه، خو اسټرالیا د نړېوال جام پیل له لومړیو دوو ماتو سره کړی و، خو په وروستیو لوبو کې له ځانه ښه وړتیا وښوده او شپږو بریاوو سره نیمه پای لوبې ته ولاړ او هلته یې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه.
اسټرالیا تر دې مخکې پنځه ځلې د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جامونه ګټلي او هند یواځې دوه ځلې ګټلې دي.
اسټرالیا د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۵ کال کې نړېوال جام ګټلی و او هند په ۲۰۱۱ کال کې اتلولي خپله کړې وه خو تېر انګلستان چې د نړېوال جام اتلولي ګټلې وه، دا ځل یې یواځې درې لوبې وګټلې او له نړېوال جام څخه بهر شو.
د کرکټ مبصرینو او څارونکو وړاندوینه کړې وه، چې د هند چانس ډېر دی چې نړېوال جام وګټي، خو کرکت کې هر وخت وړاندینې ناسمې ثابتې شوې دي.
Views: 22