افغان حرفهيي سوکوهونکي قیس خادمي خپل تانزانیایي سیال ته ماته ورکړه او د بوکس په نړۍوال سازمان (IBO) کې یې د خپلې اتلولۍ له کمربنده دفاع وکړه.
ټولنیزو شبکو کې چې کومه ویډیو خپره شوې، ښیي چې یاد افغان سوکوهونکي خپل حریف په فني ضربه وهلی دی.
د هغه سیال سلیمانی بنګیزا نومېږي او په خپلو ورزشي کارنامو کې په ۲۷ مبارزو کې ۱۹ بریاوې او اته ماتې لري.
دغه راز ۲۹ کلن خادمي په حرفهيي بوکس کې نهه بریاوې، یوه ماتې او دوه مساوي لري او نن شپه یې لسمه بریا هم تجربه کړه.
هغه له دې سیالۍ مخکې پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي وو: «دغه سیالي راته اړینه او حیاتي ده، که بریالی شوم، یو ځل به بیا د اروپا په کچه له خپلې اتلولۍ دفاع کوم او بله سیالي به مې هم د نړۍ اتلولۍ په نوم وي.»
د یادونې ده، په دې بریا سره خادمي وکولای شول د نړۍ اتلولۍ د بوکس سیالو کې د ګدون جواز هم ترلاسه کړي.
Views: 8