له ۴۰ ورځو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د اسرائیل او حماس ترمنځ د دې سیمې اوسېدونکو ته د مرستو رسولو په موخه د اوربند پرېکړهلیک تصویب کړ.
یاد پرېکړهلیک د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غیردایمي غړي مالت هېواد له لوري وړاندیز شوی و او د دې شورا د تېرې شپې (چهارشنبه) په ناسته کې په ۱۲ مثبتو او درې ممتنع رایو سره تصویب شو.
امریکا، بریتانیا او روسیه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا درې دایمي غړي وو، یاد پرېکړهلیک ته ممتنع رایې ورکړې.
په پرېکړهلیک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د اسرائیل او حماس ترمنځ په جګړه کې د اوږدمهاله اوربند، د غزې تړانګه کې د ملکي وګړو لپاره د مرستو رسولو په موخه د امنې فضا رامنځته کولو، له حماس څخه د اسرائیلي بندیانو خوشي کېدو غوښتنه کړې او د جګړې له دواړو خواوو یې غوښتي چې نړۍوال قوانین او تړونونه مراعات کړي.
د ویلو ده چې په وروستیو ورځو کې د حماس او اسرائیل ترمنځ جګړه سخته شوې او ورسره په دې جګړه کې د اوربند لپاره هڅې هم ډېرې شوې دي.
له دې مخکې د غزې په تړانګه کې د اوربند په اړه د امنیت شورا پرېکړهلیک طرحه د روسیې، امریکا، بریتانیا او چین ترمنځ د سختو اختلافاتو له امله څلور ځلې ځنډېدلې وه.
غزه کې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، پر دې سیمې د اسرائیلو په بریدونو کې تر اوسه له ۱۱ زره او ۵۰۰ ډېر فسلطیني وګړي وژل شوي چې ډېر شمېر یې ماشومان او ښځې دي.
Views: 6