د یوه ورځني کرکټ نړېوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان د تېر نړېوال جام اتلې لوبډلې انګلستان ته ستره ماتې ورکړه.
دا لوبه د یکشنبې په ورځ د تلې په ۲۲مه، د هندي پلازمینې ډیلي کې ترسره شوه.
د دې لوبې پچه انګلستان وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنې ورکړه، افغان لوبغاړو رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ډېره ښه لوبه پیل کړه او دواړو په ملګرتیا تر سلو ډېرې منډې جوړې کړې.
خو په ۱۱۶ منډو لومړی ابراهیم ځدراڼ او بیا ورپسې رحمت شاه، بیا لوبډلمشر حشمت شهیدي وسوځېدل او لوبډله تر فشار لاندې راغله.
خو ورپسې اکرام علي خېل چې د نجیب ځدراڼ پر ځای ورته چانس ورکړل شوی و، ډېره ښه لوبه وکړه او پنځوسیزه یې ووهله، د لوبې په وروستیو برخو کې عظمت الله عمرزي، راشد خان او مجیب ځدراڼ هم تیزې لوبې وکړه او د افغانستان منډې یې ۲۸۴ ته ورسولې.
د افغانستان له لوري ګربز ۸۰، اکرام علي خېل ۵۸، ابراهیم ځدراڼ او مجیب ځدراڼ ۲۸، ۲۸، راشد خان ۲۳ او عظمت عمرزي ۱۹ منډې جوړې کړې.
د انګلستان لوبډلې کله چې د هدف ترلاسه کولو په موخه لوبه پیل کړه؛ نو په ۳۲ منډو یې دوه لوبغاړي د مجیب او فاروقي لخوا وسوځول شول، په ۶۸ یې درېیم لوبغاړی وسوځېدل او له دې سره لوبډله تر فشار لاندې او په وقفه یي توګه یې لوبغاړي وسوځېدل.
دغه راز د انګلستان ټوله لوبډله په یو څلوېښتم اوور کې په ۲۱۵ منډو وسوځېدله او افغانستان دا لوبه د ۶۹ منډو په ستر توپیر وګټله.
د افغانستان له لوري راشد خان او مجیب ځدراڼ درې درې، محمد نبي، نوین الحق او فضل حق فاروقي یو یو لوبغاړی وسوځول.
مجیب ځدراڼ چې ۲۸ منډې جوړې کړې او درې مهم لوبغاړي یې هم وسوځول د دې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
تر دې مخکې هندوستان او بنګله دېش افغانستان ته ماتې ورکړې وه. افغانستان د رو ان جام سیالیو د نومرو په جدول کې شپږم مقام کې دی.
دا دریېم ځل دی چې افغانستان د یوه ورځني کرکټ نړېوال جام سیالیو کې ګډون کوي، تر اوسه یې یواځې په ۲۰۱۵ کال کې سکاټلینډ ته ماتې ورکړه،او انګلستان ته په ماتې ورکولو سره یې دویمه بریا ترلاسه کړه.
Views: 97