په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي ویلي، اروپا ته د کډوالو اوسنی بهیر د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لوېدیځ د لاسوهنې له امله دی.
ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا د یاد سازمان امنیت شورا په یوه توجیهي ناسته کې د مدیترانې سمندر کې د کډوالۍ موضوع په اړه ویلي چې اروپایي اتحادیه له کډوالو سره د مرستې پر ځای د هغوی پر وړاندې یوه نااعلان شوې جګړه پیل کړې ده.
هغه زیاته کړې: «اروپا ته له شمالي افریقا او منځني ختیځه په ډلهییز ډول د خلکو تګ د خپلواکو هېوادونو په داخلي چارو کې د اروپایي اتحادیې او لوېدیځو هېوادونو د بې فکره او غیرمسوولانه لاسوهنې او د ناخوښو دولتونو د اجباري بدلون پایله ده.»
د هغه په خبره، همدغه هېوادونه دي چې د هغو د پایلو اصلي مسوولیت یې پر غاړه دی.
نبنزیا ویلي چې مدیترانه سمندر د نړۍ په کچه د کډوالو لپاره ډېر خطرناک دی.
هغه ویلي: «باید ووایو چې مدیترانه سمندر کال په کال د کډوالو لپاره پر تر ټولو خطرناکه لار بدلېږي چې د مړینو لوړه کچه لري او د ډېرو خلکو لپاره د مرګ پر یوه دام بدل شوی دی.»
نبنزیا د پېښو هغو ټولګې ته اشاره وکړه چې په روان میلادي کال کې د ایټالیا او یونان سمندرونو ته نږدې رامنځته شوي او د هغو لسګونو کسانو ژوند یې اخیستی چې غوښتل یې اروپا ته ولاړ شي.
یاد روسي ډیپلوماټ زیاته کړې: «وخت یې رارسېدلی چې بروکسل د خلکو په وژنه کې د قاچاقبرانو له تورنولو لاس او مسوولیت یې پر غاړه واخلي، یوازې دا نه چې د یوې بلې ډلې کډوالو او پناهغوښتونکو پر مرګ خواشیني څرګنده کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه وخت مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې له ۲۵۰۰ ډېر کسان د مدیترانې سمندر کې ډوب او ورک شوي دي.
Views: 10