د امريکا نړېواله پرمختيايي ادارې د افغانستان په ګډون د نړۍ له ځينو هېوادونو سره – چې وګړي يې د نري رنځ ناروغۍ له خطر سره مخ دي – له دې ناروغۍ سره د مبارزې برخه کې ۲۳ میليون ډالر مرسته کوي.
د امریکا نړېوالې پرمختیایي ادارې (USAID) په خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرسته به له یادې ناروغۍ سره د مبارزې برخه کې د دې ادارې له لارې په هغو هېوادونو کې – چې یاده ناروغي په کې ډېره ده – ولګول شي.
سرچينه زياتوي، له يادو مرستو یوازې ۸،۵ ميليون ډالر به په افغانستان، اوکراين او برما کې د نري رنځ ناروغانو درملنې برخه کې ولګول شي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د امریکا نړۍوالې پرمختیایي اداره به په نړۍواله کچه له نري رنځ سره د مبارزې برخه کې دوه لومړیتوبونه غوره کړي او هغه هېوادونه چې له نري رنځ سره مبارزه کوي، په ۲۰۲۳ مالي کال کې به یې مبارزه ارزول کېږي، که په دې برخه کې دوه مهم نوښتونه رامنځته کړې، بل کال یعنې ۲۰۲۴ کې به تر ۱۵ میلیون ډالرو پورې اضافي پیسې ترلاسه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د شاوخوا شپږ مياشتې مخکې اعلان کړی و چې په افغانستان کې د نري رنځ ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او تر نیمايي ډېر یې ښځې دي.
د امریکا نړېوالې پرمختیایي ادارې شمېرې ښيي چې د امريکا متحده ایالتونو له ۲۰۰۰ کال راهیسې د نري رنځ د له منځه وړو لپاره ۴،۷ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.
Views: 8