افغان شاعر، لیکوال او د بلخ پوهنتون پخوانی استاد صادق عصیان د ۵۰ کلونو په عمر په المان کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
د صادق عصیان زوی فرامرز عصیان نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «پلار مې چې زما یوازېنۍ الګو او تکیهګاه وه، اروا یې ملکوتي شوه او موږ یې د غم په ټغر کېنولو.»
د هغه وراره انیل عصیان وایي چې صادق عصیان دوه کاله مخکې د دماغي تومور پر ناروغۍ اخته شوی و خو تېره شپه یې د المان هېواد په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د راپورونو له مخې، صادق عصیان په ۱۳۵۲ کال کې په بلخ ولایت کې زېږېدلی و، د فارسي ادبیاتو برخه کې یې تر ماسټرۍ پورې زدهکړې کړې وې او له تېرو دوو لسیزو راهیسې یې په بلخ پوهنتون کې درس ورکاوه.
له هغه څو چاپ شوې شعري ټولګې او کتابونونه هم پاتې دي.
یو شمېر شاعران او لیکوالان د صادق عصیان مړینه د دري ادبیاتو برخه کې لویه ضایعه بولي.
د بلخ ولایت فرهنګي فعال نجیبالله پیکان د صادق عصیان مړینه د دري ادبیاتو برخه کې لویه ضایعه ګڼي او وایي، صادق عصیان یو بې بدیله انسان، پوه او تکړه شاعر و او مړینه یې د افغانستان ادبیاتو لپاره یوه ضایع ده.
Views: 116