د خوړو نړېوال پروګرام (ډبلیو اېفپي) وايي، افغانستان له سوډان وروسته د نړۍ دويم هېواد دی چې ډېر (څه باندې شپږ میلیونه) وګړي یې له بېړنۍ لوږې سره مخ دي.
ډبلیو اېفپي نن پر اېکسپاڼه لیکلي چې سوډان، افغانستان، کانګو، سوېلي سوډان، بنګلهدېش، پاکستان، سومالیا، هاتي، کینیا او نایجریا هغه هېوادونه دي ډېر وګړي یې له بېړنۍ لوږې سره مخ دي.
سرچیني لیکلي: «سوډان کې ۶،۲۶ میلیونه، افغانستان کې ۶،۰۸ میلیونه، کانګو کې ۳،۳۸ میلیونه، سوېلي سوډان کې ۲،۹۰ میلیونه، بنګلهدېش کې ۲،۲۲ میلیونه، پاکستان کې ۲،۲۱ میلیونه، سومالیا کې ۱،۸۵ میلیونه، هاتي کې ۱،۸۱ میلیونه، کینیا کې ۱،۲۲ میلیونه او نایجریا کې ۱،۱۴ میلیونه خلک له بېړنۍ لوږې سره مخ دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د خوړو نړۍوال پروګرام تېره اونۍ خبرداری ورکړی چې دغه سازمان د راتلونکې میلادي میاشتې (اکټوبر) لپاره کافي بودجه نه لري او که مرسته ورسره ونه شي نو دوی مجبوریږي چې دغه هېواد پرېږدي.
Views: 3