د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړي بکتاش سیاوش ویلي چې پلار یې په جرمني کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
د هېواد وتلی ژورنالیست، محقق، شاعر او لیکوال محمد داوود سیاووش چې د افغانستان د لیکوالانو د ټولنې غړی هم و، له څه مودې راهیسې په جرمني کې ژوند کاوه.
د هغه زوی بکتاش سیاوش چې د پخوانۍ ولسي جرګې غړی و، د وږي په ۲۹مه، پر خپل فیسبوک پاڼه کې د خپل پلار د مرګ خبر خپور کړی دی.
هغه لیکلي:” له بده مرغه زموږ کورنۍ یو ځل بیا د غم پر ټغر کښېناسته، زموږ ښوونکی، ملاتړی او زموږ هرڅه زموږ پلار په یوه مرموزه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.”
بکتاش ویلي، چې پلار یې له تېرو درېیو ورځو راهیسې نادرکه شوی و او د جرمني پولیسو نن د هغه جسد موندلی او په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
نوموړي زیلاته کړې چې د جرمني پولیسو په اړه پلټنې پیل کړې دي او دوی د حقایقو تر رامنځته کېدو پورې منتظر پاتې کېږي.

د یادونې وړ ده چې د بکتاش سیاوش کشر ورور ژورنالیست یما سیاوش درې کاله مخکې په کابل کې په موټر د چاودنې پر مهال ژوند له لاسه ورکړی و، هغه مهال یما د افغانستان بانک کارکوونکی و، خو تر هغې مخکې یې په طلوع تلویزون کې دنده ترسره کوله.
د هغه کورنۍ هغه مهال له ملګرو ملتونو غوښتي وو، چې دا پېښه په دقیقه توګه وڅیړي.
Views: 37