د ملګرو ملتونو اته اویایمه کلنۍ عمومي غونډه په داسې حال کې پیل شوه، چې د افغانستان استازی په کې ګډون نه کوي، خو سرپرست حکومت هیله څرګنده کړې چې پر افغانستان هم خبرې وشي.
دغه کلنۍ غونډه د امریکا په نیویارک ښار کې په داسې حال کې پیل شوه، چې د نړۍ د لسګونو هېوادونو مشران دغه ښار ته رسیدلي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوټیرز دغې غونډې ته پخپلې پرانستونکې وینا کې نړۍ ته پر بېلا بېلو ننګونو باندې جدي خبرې وکړې .
هغه زیاته کړه: “که د نړۍ ګڼې ادارې لکه څنګه چې دي داسې نه وي، موږ د ستونزو رسېدو کې اغېزناک ګام نه شو اخیستی. د خپلې ستونزې د حل پر ځای د ستونزې یوه برخه ګرځي”.
ده وویل: “د شمال او جنوب او ختیځ او لوېدیځ د اقتصادي او پوځي قدرتونو ترمنځ اختلاف په ډېرېدو دی.”
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اقتصادي او مالي سیستمونو ماتېدو او سوداګریزو اړیکو د مخ پر ځوړ حالت خبرداری ورکړ او وې ویل، دیموکراسي په خطر کې ده، د نړۍ ځینو مشرانو لا هم اقلیمي بدلونونه نه دي احساس کړي او نړۍ له کرښې د وتلو په حال کې ده.
هغه پر اوکرایین د روسیې د برید د سختو غندلو سربېره وویل دا برید د ملګرو ملتونو د منشور ماتول دي او نړۍ د د خوړو د تامین لپاره د اوکرایین کرنیزو محصولاتو او د روسیې د کرنې کود او محصولاتو ته اړمنه ده.
د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې په لومړۍ ورځ د برازیل، امریکا، اوکراین او ترکیې ولسمشرانو په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم ویناوې وکړې.
د دې غونډې تر پیل مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازي روزا اتومبایوا د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره ولیدل او ددې غونډې په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د تېر کال په څېر دا ځل هم د افغانستان ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې او دا څوکۍ خالي ایښودل شوې ده.
د افغانستان سرپرست حکومت دوه کاله وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ګډون په موخه یو لیک استولی و، او په قطر کې د خپل سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین یې د استازي په توګه معرفي کړی و، خو د ملګرو ملتونو لخوا دا غوښتنه رد شوې وه.
تر اوسه څرګنده نه ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر جمهوري حکومت سرپرست استازی نصیر فایق ته به په دې غونډه کې د ګډون او وینا بلنه ورکړل شي او که نه.
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډو چې هر کال کېږي، د نړۍ مشران راټولېږي او تلپاتې پراختیايي هدفونو ته د رسېدو لپاره خپلې ژمنې تازه کوي.
Views: 23