د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې په نړۍ کې ۳۳۳ میلیونه ماشومان په سخته بېوزلۍ کې ژوند کوي او د ورځې په ډېر کم عاید خپل ژوند تېروي.
یونیسف په یوه خپاره کړي راپور لیکلي، د دغه بنسټ او نړۍوال بانک ارزونې له مخې، د دغو ماشومانو ۴۰ سلنه د افریقا سوېلي صحرا هېوادونو کې دي او په تېره یوه لسیزه کې د سهم ډېره برخه هم دغو هېوادونو د ځان په نوم کړې ده.
د یاد راپور له مخې، د نفوس چټکه وده او نړۍوالې ننګوونکې پروسې لکه کوویډ ۱۹، جګړې او طبیعي پېښې د دغه ناورین ډېرېدو لاملونه دي.
د یونیسف په راپور کې دغه راز راغلي چې ماشومان د نړۍ یو پر درېیمه نفوس جوړوي او ۵۰ سلنه یې د نړۍ سخت بېوزلي جوړوي.
د نړۍوال بانک د فقر او برابرۍ نړۍوال مدیر لوئیس فیلیپه لوپز کالوا ویلي: «هغه نړۍ چې په کې ۳۳۳ میلیونه ماشومان په سخته بېوزلۍ کې ژوند کوي، نه یوازې له لومړنیو اړتیاوو، بلکې له کرامت، فرصت یا هیلې هم محروم دي.»
دغه بنسټ د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د ماشومانو د فقر پر وړاندې د مقابلې په موخه، په ځانګړې توګه هغو ماشومانو ته د رسېدنې لپاره چې په ډېرو فقیرو کورنیو کې ژوند کوي، خپل پروګرامونه تنظیم کړي او د اجتماعي ملاتړ تر پوښښ لاندې یې راولي.
Views: 8