یوې نړیوالې موسسې (نړیوال مرستندویه ماموریت (IAM) ویلي چې د ځایي امنیتي کسانو لخوا ددوی ۱۸ تنه افغان او بهرني کارکوونکي نیولي دي.
دغې موسسې د وږي په ۲۴مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، لومړی د روانې سپټمبر میاشتې په درېیمه نېټه دوه افغان او یو بهرنی کارکوونکي یې د امنیتي کسانو لخوا ونیول شول.
سرچینې زیاته کړې چې ددغو کسانو له نیول کېدو وروسته، ۱۵ تنه نور افغان کارکوونکي په دې وروستیو کې له همدې دفتر څخه نیول شوي او ټول ۱۸ کسان اوس کابل ته لیږدول شوي دي.
نړیوال مرستندویه ماموریت ویلي: “ زموږ د همکارانو روغتیا او امنیت زموږ لپاره دیره مهم دی، او موږ د دوی د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو او د دوی د چټک خلاصون اوخوندي کولو لپاره هر ممکنه هڅه کوو. “
په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی خپل ماموریت ته ژمن پاتې کیږي، په افغانستان کې نه ستړي کیدونکي کار کوي ترڅو د خلکو اړینو اړتیاوو ته رسیدګي وکړي، او د یو عادلانه او سوله ییز افغانستان د جوړولو لپاره هڅه کوي.
دغسې موسسې ویلي چې له ۱۹۹۶ زیږدیز کال راهیسې دوی په ټول افغانستان کې د ژوند په بدلون او د ټولنو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولي دی. یوازې په تیره لسیزه کې، IAM د خپلو هڅو له لارې په افغانستان کې د ۴،۲ میلیون څخه زیاتو خلکو په ژوند ژوره اغیزه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې چې دوی په یاده موده کې د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د روغتیا ، ښوونې او روزنې او ټولنې پراختیا برخو کې لګولي دي.
بلخوا د غور د ولایت ویاند عبدالواحد حماس بیا ویلي چې استخباراتو د یوې بهرنۍ موسسې ۲۱ کارکوونکي نیولي دي.
هغه رسنیو ته ویلي، په نیول شویو کسانو کې یوه امریکايي ښځه هم شامله ده او دا کسان د “عیسوي مذهب د تبلیغ او ترویج” په تور نیول شوي دي.
د حماس په وینا، په نیول شویو کسانو کې ۱۴ نارینه او ۷ ښځې هم شاملې دي.
Views: 175