د کرکټ اسیایي جام سیالیو په لړ کې سریلانکا پاکستان ته په ماتې ورکولو پای لوبې ته ووتلو او پاکستان له دې سیالیو بهر شو.
د سریلانګا او پاکستان ترمنځ دا لوبه په کولمبو ښار کې ترسره شوه، د دې لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
دغه لوبه د باران ورېدو له امله ناوخته پیل شوه چې د “DSL” قانون له مخې لوبه ٤٢ اوورونو ته راښکته شوه.
پاکستان په ٤٢ اوورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره سریلانکا ته د ٢٥٢ منډو هدف ورکړ.
د پاکستان له لوري محمد رضوان تر ټولو ډېرې ٨٦ منډې جوړې کړې.
دغه راز د سریلانکا له لوري ځوان لوبغاړي متیشا پتیرانه تر ټولو ډېرې ٣ وېکټې واخیستې.
په ورته وخت کې د سریلانکا لوبډلې دغه هدف په وروستي توپ د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او دغه لوبه یې وګټله او په دې توګه یې د اسیا جام سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کړه.
د یادونې ده چې پاکستان تېر لوبه هم له هنده په ستر توپیر بایللې وه او په نننۍ بایللو سره له دې جامه ووت.
د هند او سریلانکا ترمنځ به د اسیا جام پای لوبه د سپټمبر په ١٧مه ترسره شي.
Views: 270