د عبدالنصیر یاسیني په نوم یو افغان د لومړي ځل لپاره د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د جمهوریت غوښتونکي (ریپبلیکن) ګوند د مسلمانانو د کمېټې مشر ټاکل شوی دی.
یاسیني وصال ټلوېزیون سره په ځانګړو خبرو کې وویل چې دا ټاکنه په کلفورنیا کې د دې ګوند مشرې جسیکا او مرستیال کورین رېنکن لخوا ددغه ګوند په کمېټه کې د رایو په اکثریت سره وشوه.
هغه زیاته کړه: “زه لومړی افغان یم چې په دغه ګوند کې د ایالت په کچه د مسلمانانو د کمېټې د مشر په توګه ټاکل شوی یم.“
ده وویل، د جمهوریت غوښتونکي ګوند له مسلمانانو سره ښې اړیکې لري، دوی او مسلمانان ځینې ګډ مشترکات لري، خو دیموکراتان له دین سره سروکار نه لري، د اسقاط حمل پلوي دي، خو مسلمانان او جمهوریت غوښتونکي له دې سره مخالف دي.
هغه زیاته کړه، دی غواړي نه یواځې افغانان بلکې د دې ځای مېشت مسلمانان دې ته وهڅوي چې جمهوریت غوښتونکو سره یو ځای شي او په ټاکنو کې ورته رایه هم ورکړي.
په کلفورنیا کې د افغان کلتوري ټولنې مشر وایي، په کومو سیمو کې چې مسلمانان ډېر اوسیږي، دوی به هلته مسلمانان کاندید کړي، څو کانګرېس او سنا ته لاره پیدا کړي.
د یاسیني په وینا، دوی به دا هڅه هم کوي چې افغانان د امریکا سیاست ته راوباسي او د دې ځای په حکومتدارۍ او سیاست کې فعاله ونډه ولري، څو دوی نه یواځې د خپلو افغانانو د خدمت مصدر وګرځي، بلکې د افغانستان په اړه د امریکا په سیاست کې هم رغنده رول ولوبوي.
هغه زیاته کړه: “ زما هڅه داده، چې نه یواځې په کلیفورنیا کې ایالت کې بلکې د امریکا په کچه د افغانانو او ټولو مسلمانانو لپاره کار وکړم ؛ بلکې د یو اغېزمن سیاسي او ټولنیز ځواک په توګه د امریکا په سیاست کې مطرح شم.”
د یاسیني په وینا، تر اوسه یې په دغه ایالت کې د افغان کلتوري ټولنې په چوکاټ کې افغانانو ته یې په بېلا بېلو برخو کې خدمت کولو د هغوی د تنظیمولو چارې پرمخ وړلې.
په کلیفورنیا کې لوی شمېر افغانان اوسیږي چې په افغانستان کې د سیاسي بدلون وروسته امریکا ته د لسګونو زرو په شمېر کې ورغلو نویو افغانانو کې یې ګڼ شمېر هلته مېشت شوي دي.
په کلفورنیا کې د هندوستان د مسلمانانو د ټولنې مشر نثار احمد د یاسیني د انتخاب هر کړی دی، هغه ډاډ ورکړی چې په ګډه به د مسلمانانو لپاره کار او فعالیت کوي.
دغه راز په کلفورنیا ایالت کې مېشت فرهاد یوسفزي د لومړي ځل لپاره په کلیفورنیا ایالت کې د جمهوریت غوښتونکي (ریپبلیکن) ګوند د مسلمانانو د کمېټې د مشر په توګه د عبدالنصیر یاسیني پر ټاکل کېدو خوښي څرګنده کړې او دا یې افغانانو لپاره یو ښه زېری بللی دي.
عبدالنصیر یاسیني د افغانستان د ننګرهار ولایت ولسوالۍ اوسېدونکی دی، ۵۰ کاله عمر لري، په افغانستان ، پاکستان او امریکا کې یې زده کړې دي، هغه له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د امریکا په کلفورنیا ایالت کې مېشت او هلته د تجارت کاروبار لري.
د یادونې وړ ده چې دامریکا پخواني ولسمشران رنالډ ریګن، جارج بش او ډنالډ ټرمپ د جمهوریت غوښتونکي یا ریپبلېکن ګوند له خوا کاندید شوي وو.
باید وویل شي چې تېر کال یوه افغانيالاصله امریکایۍ عایشه وهاب د امریکا په منځنۍ دورې ټاکنو کې د کلفورنیا ایالتي شورا ته بریالۍ شوې ده.
Views: 23