د پاکستان پوځ ویلي چې د خیبر پښتونخوا په چترال سیمه کې د یوې نښتې پر مهال څلور سرتیري او ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.
پاکستانیو رسنیو د وږي په ۱۵مه، د شپې ناوخته خبر ورکړی چې دا نښته د چترال په کیلاش سیمه کې له ډیورنډ فرضي کرښې سره نږدې رامنځته شوې ده.
د پاکستان د عامه اړیکو له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د افغانستان له کونړ او نورستان ولایتونو ګڼ شمېر وسله وال چې په نویو وسلو سمبال وو، اوښتي وو او ددوی پر امنیتي پوستو یې بریدونه کړي وو.
سرچینې زیاته کړې چې په دې بریدونو کې د پوڅ څلور سرتیري او ۱۲ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور وسله وال ټپیان شوي هم دي.
د پاکستان پوځ ویلي چې په دې اړه یې د افغانستان سرپرست حکومت ته خبر ورکړل شوی دی.
دوی یو ځل بیا له سرپرست حکومته غوښتي دي چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.
تر دې مخکې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په چترال کې یې دوه کلي له پوستو سره یې له حکومته نیولي دي .
سرچینې ادعا کړې چې د چترال په جنجيرت کوه سيمه کې یې ۶ پوځيان وژلي او د هغوی وسلې یې له ځان سره وړې دي.
تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان د پوځ د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې یې دا ډول ادعاوې رد کړې دي.
د سرپرست حکومت بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي تېره اونۍ ويلي وو چې افغان خاوره د هېچا پرضد کارولو ته نه پرېږدي.
Views: 26