د تاجکستان حکومت ادعا کړې چې له افغانستان څخه اوښتي د انصار الله وسله والې ډلې درې تنه وسله وال کسان یې وژلي دي.
فرانس پریس د وږي په ۱۵مه، خبر ورکړی چې سږ کال د دغو وسه والو د اوښتو دا دویمه پېښه ده.
سرچینې زیاته کړې، چې درې واړه ترهګر د تېرې اګست میاشتې په وروستیو ورځو کې تاجکستان ته اوښتي وو.
د تاجکستان یوې امنیتي ادارې ویلي، یادو وسله والو پلان درلود چې د سپټمبر پر نهمه نېټه چې د دغه هېواد ملي ورځ نمانځل کېږي، ترهګریز برید وکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادو وسله والو ته ویل شوي وو، چې تسلیم شي، خو تر انکار وروسته ووژل شول.
د راپورونو له مخې، وژل شوي کسان د تاجکستان اوسېدونکي وو.
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې ادعا کړې وه، چې یو شمېر داعش وسله وال له تاجکستانه اوښتي او په افغانستان کې یې بریدونه کړي دي.
Views: 18