د اروپايي ټولنې د کډوالۍ اژانس اعلان کړی چې اروپا کې د پناه اخیستو لپاره ۴۴ سلنه غوښتنلیکونه د افغان، سوري، ونزویلایي، ترکي او کولمبیایي کډوالو له خوا وړاندې شوي دي.
یورو نیوز تېره ورځ (سهشنبه) د اروپايي ټولنې کډوالۍ اژانس له قوله په یوه راپور کې ویلي، د روان میلادي کال په شپږو لومړیو میاشتو کې د دې ټولنې غړو هېوادونو ته د پناه اخیستنې غوښتنلیکونو کې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.
د یاد راپور پر اساس، د ۲۰۲۳ کال په شپږو لومړیو میاشتو کې ناروې او سویس کې د پناهاخیستنې ثبت شوي غوښتنلیکونه د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۸ سلنه ډېر شوي دي.
د یاد اژانس د مسوولینو په وینا، د تېر کال له جنورۍ تر جون پورې د دې ټولنې په ۲۹ غړو هېوادونو کې د پناهغوښتنې ۵۱۹ زره غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.
د اروپايي ټولنې د کډوالۍ اژانس دغه اټکل هم کړی چې ممکن د اوسنۍ پروسې پر اساس د کال تر پایه دا غوښتنلیکونه له یوه میلیون هم ډېر شي.
د راپور له مخې، په دې زماني دوره کې د روان کال د لومړۍ نیمایي غوښتنلیکونه له ۲۰۱۵ – ۲۰۱۶ کلونو راپهدېخوا تر ټولو لوړ حد ته رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر میلادي کال په اوږدو کې د اتحادیې په غړو هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه ۹۹۴ زره او ۹۴۵ ته رسېدلي وو.
د اروپايي اتحادیې د کډوالۍ اژانس معلوماتو پر بنسټ، المان یو داسې هېواد دی چې د پناهغوښتنې تر ټولو ډېر غوښتنلیکونه یې ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده هغو ځوانانو چې په قاچاقي لارو ایران او بیا اروپایي هېوادونو ته د تلو اراده کړې، په هېواد کې د کاري زمینې برابرېدو غوښتونکي دي څو نورو هېوادونو ته کډوال نه شي.
Views: 10