د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن وایي، له کانګرېس څخه یې غوښتي دي چې په دغه هېواد کې د افغانانو د دایمې مېشتېدنې لپاره پلان تصویب کړي.
نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړه وتلو د دوهمې کلیزې په مناسبت په یو بیان کې کړې دي.
بایډن زیاته کړې: “لکه څنګه چې دوی (افغانانو) په تیرو دو لسیزو کې په خپل هېواد کې زموږ په ماموریت کې ونډه لرله او زموږ ترڅنګ ولاړ وو، زه هم د دوی تر څنګ دریدو ته ژمن یم”.
دوه کاله وړاندې، متحدو ایالتونو په افغانستان کې خپله نږدې دوه لسیزې جګړه پای ته ورسوله او وروستی امریکايي سرتېری له شاوخوا شل کلن پوځي حضور وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه، له افغانستان څخه ووت.
د ټاکل شوي نيټې له مخې، امریکا او لویديځ متحدین یې باید د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ۳۱ نیټې پورې د کابل له هوايي ډګر څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر بشپړ کړی وای، خو امریکايي او ناټو ځواکونو په ځايي وخت د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې د ۳۱ نیټې په لومړیو ساعتونو کې د کابل له هوايي ډګر څخه ووتل.
بایډن په افغانستان کې د دوه لسیزو جګړو په ترڅ کې د زرګونو وژل شوي او ټپي شوي امریکايي سرتیرو له سرښندنو څخه مننه وکړه.
هغه زیاته کړه، چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو د ایستلو راهیسې، له دغه هېواد او نورو ځایونو څخه د “تروریستي ګواښونو پر وړاندې د امریکا د ساتنې» په موخه له خپلو ټولو شته پوځي، ډپلوماتیکو او استخباراتي سرچینو څخه کار اخیستی دی.
بایډن وویل: “موږ وښودله چې موږ د ترهګرو او هغو کسانو سره د مقابلې لپاره چې غواړي موږ ته زیان ورسوي، اړتیا نه لرو چې پر وړاندې یې د اقدام کولو لپاره خپل پوځیان د جګړې په ډګر کې وساتو.”
بلخوا د امریکا په کلفورنیا ایالت کې له افغانستان څخه د وتلو په وروستیو ورځو کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو په یاد څلی پرانستل شو.
په دې اړه د کلفورنیا ایالت په سټاکټن ښار کې پروګرام جوړ شوی و، چې په کې د ځایي ملکي او پوځي چارواکو ترڅنګ د افغان کلتوري ټولنې نصیر یاسیني هم ګډون کړی و.
یاسیني پخپله وینا کې له امریکا وغوښتل چې په افغانستان بند پاتې شوي “خپل متحدین” یواځې پرې نږدي او د هغوی د انتقال لپاره جدي اقدامات وکړي.
Views: 38