د نورستان سیمهییرمسوولین وايي، د دغه ولایت د برګمتال ولسوالۍ اړوند په یوه ځنګل کې څلور ورځې مخکې اورلګېدنه رامنځته شوې چې لا هم دوام لري.
د نورستان د چاپيريال ساتنې ادارې ريیس مولوى سرتاجالدين ساپي وویل، د برګمتال ولسوالۍ د نيک موک سیمې په یوه ځنګل کې د تېرو څلورو ورځو راهيسې اور لګېدلى دى.
د هغه په خبره، د دغه ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست ځيني مسوولين د اورلګېدنې سيمې ته رسېدلي او د اور پر مهارولو بوخت دي خو په خبره يې تر اوسه اورلګېدنه مهار شوې نه دى.
هغه زیاتوي، د یادې اورلګېدنې لامل تر اوسه څرګند نه دى او نن نږدې درې سوه ولسي وګړي او چارواکي د اور وژنې لپاره سیمې ته تللي دي.
هغه وویل، تر اوسه دا معلومه نه ده چې څومره اندازه ځنګل سوځېدلى دى.
د سيمې يو اوسېدونکى عبدالمنعم وايي، د دغه اورلګېدنې له امله يو اندازه ځنګل سوځېدلى او لا هم اور بل دى.
نورستان د هېواد په ختيځ کې هغه ولايت دى چې ګڼ غرونه يې پر ځنګلونو پوښل شوي او ډېرې ونې يې د څيړۍ، نښتر او جلغوزو دي.
Views: 14