د سرپرست حکومت لخوا متحده عربي اماراتو ته د لوړو زده کړو لپاره د تلونکو افغان نجونو د مخنیوي په غبرګون کې ملګرو ملتونو ویلي، دغه کار سره نجونې په فردي توګه زیان ویني، بلکې زیان یې د افغانستان ټولې ټولنې ته رسیږي.
دغو سلو افغان نجونو ته د متحده عربي اماراتو د الحبتور ګروپ مشر خلف احمد الحبتور متحده عربي اماراتو ته د سفر او د زده کړو امکانات برابر کړي وویلي، خو نوموړي پرون ویلي وو، چې د افغانستان د سرپرست حکومت امنیتي مسوولینو د کابل هوایي ډګر کې د دوی د سفر مخه ونیوله.
د ملګرو ملتونو مرستیالې ویاندې فلورنسیا سوتو نینو پرون ناوخته په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي، چې زده کړو ته د لاسرسي حق د ښځو او نجونو یو ډیر مهم او اساسي حق دی، چې باید هغوی ورته لاس رسی ولري.
د هغې په وینا، د نجونو او ښځو د زده کړو په مخنیوي سره نه یوازې هغوی په فردي توګه زیان ویني، بلکې زیان یې د افغانستان ټولې ټولنې ته رسیږي.
میرمن سوتو نینو زیاته کړې: “زه فکر کوم، هغه څه چې موږ به یې ترسره کړو دا دي چې د طالبانو له حاکمو چارواکو غواړو چې د نړیوالو قوانینو لاندې خپلو ژمنو ته ژمن اوسي”.
د ملګرو ملتونو مرستیالې ویاندې وویل، دا ټولنه به د ښځو د حقونو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او دا ګڼي، چې افغانستان پرته د ښځو د مشارکت څخه پرمختګ نه شي کولی
دې ویلي: “دا واقعآ د خواشینۍ وړ ده چې ښځې غواړي د خپلو حقونو څخه ګټه پورته کړي او د دغه کار څخه منع کېږي”.
د راپورونو له مخې، الحبتور ګروپ په متحده عربي اماراتو کې یو له سوداګریزو شرکتونو دی چې د موټرو، املاکو، ښوونې او روزنې او خپرونو په برخو کې فعالیت کوي او دغه ګروپ شاوخوا ۱۰۰ افغان نجونو محصلینو ته سکالرشیپونه برابر کړي دي.
د یاد ګروپ مشر خلفاحمد الحبتور تېره ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «نه شم کولای هغه ناهیلي بیان کړم چې زه یې اوس احساسوم؛ ځکه هغه افغان نجونې محصلینې چې ما ورته سکالرشیپونه برابر کړي وو… له بده مرغه د طالبانو د مداخلې له امله نن سهار د دوبۍ هوايي ډګر ته را ونه رسېدې، څو خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.»
هغه دغه راز لیکلي: «له څه مودې راهیسې دې ورځې ته په بې صبرۍ سره په انتظار و. د الحبتور ګروپ د غړو او زما له میاشتو میاشتو پرله پسې هڅو وروسته په پوهنتون کې د شمولیت، د استوګنځای، روغتیایي بېمې، ترانسپورټ او نورو امکاناتو ټولګه ترلاسه کړه، زموږ هیلې اوبو یووړې.»
نوموړي دغه راز لیکلي چې د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو پرته له کومې توجیې د دغو افغان نجونو د وتلو مخنیوی کړی او په ناحقه یې د هغوی ازادي محدوده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۱ کال د وري مياشتې په لومړيو کې اسلامي امارت په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د همدغه کال په لیندۍ میاشت کې د نجونو پوهنتونونو فعالیت تر دویم امر پورې وځنډاوه، خو ویلي یې دي چې دغه پرېکړه دایمي نه ده او هڅې روانې دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته حللاره پیدا شي.
Views: 36