د مرکزي اسیا د ۱۷ کلنو لوبډلو فوټبال سیالیو په لړ کې افغانستان ایران ته دوه پر یو ماتې ورکړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، دا سیالۍ چې د تاجکستان په پلازمینې دوشنبې ښار کې روانې دي، نن د افغانستان او ایران ترمنځ لوبه ترسره شوه.
سرچینې زیاته کړې چې د یادې لوبې تر نیمایي برخې پورې افغانستان یو پر صفر مخکې و او د لوبې په دویمه برخه کې افغانستان او ایران یو یو ګول وواهه او دغه راز افغانستان دا لوبه دوه پر یو ګول وګټله.
په دې سیالیو کې افغانستان، قرغېزستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران لوبډلو برخه اخیستې ده.
تر دې مخکې افغانستان قرغزستان ته ماتې ورکړې او له تاجکستان څخه یې ماتې منلې وه.
Views: 32