د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې وروسته له ۱.۶ میلیونه ډېر افغانان کډوال شوي دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپل یوه وروستي راپور کې چې د زمري په ۲۶مه په افغانستان کې د سیاسي تحول دوه کلن کېدو په تړاو خپور کړی، ویلي په دغه هېواد کې روان اقتصادي بحران، سیاسي وضعیت او د ښځو پر کار او زدهکړه د سرپرست حکومت محدودیتونه هغه عمده ستونزې بلل کیږي چې افغانان له وطنه وتلو ته مجبوروي.
سرچینې زیاته کړې، زیاتره دغه افغانان پاکستان ته کډه شوي، د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ معلوماتو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال اوسېږي چې یوازې ۱.۴ میلیونه یې د کډوالۍ قانوني اسناد لري.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یوه راپور له مخې، په تېرو دوو کلونو کې نږدې ۸۹ زره افغانان امریکا ته انتقال شوي چې له ډېر یې د تېر حکومت کارکوونکي، خبریالان او مدني فعالان دي چې په امریکا کې د بشردوستانه ویزو پر اساس مېشت شوي دي.
د امریکا پر متحده ایالتونو سربیره کاناډا هم نږدې ۴۰ زره افغانان منلي دي. کاناډا تر اوسه شاوخوا ۳۶ زره افغان کډوال دغه هیواد ته انتقال کړي چې ډېری یې ښځې او مدني فعالان دي. دغه زار شاوخوا ۲۵ زره جرمني او ځیني بیا ایران، ترکیې او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
خو د افغانستان سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي چې تر ۹۵۰ زره ډېر افغانان په تېر کال کې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي په کابل کې خبریالانو ته وویل: «له نېکه مرغه د تېر کال په جریان کې ۹۵۲ زره افغان مهاجرین له ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هیوادونو بېرته وطن ته راستانه شوی دي.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ شمېرو له مخې، شاوخوا ۹.۲ میلیونه افغانان په نړۍ کې د کډوالۍ ژوند ته اړ شوي چې له دې ډلې ۵.۶ میلیونه افغانان د پناه اخیستنې په تمه دي.
Views: 20