د راپورونو له مخې، د پاکستان ولسمشر د دغه هېواد د پارلمان منحلېدو فرمان ورکړی دی.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي تېره ورځ (د زمري ۱۸مه) د دغه هېواد پارلمان ړنکولو فرمان ورکړ.
سرچینې ویلي چې دغه کار په پاکستان کې د یوه سرپرست حکومت جوړېدو ته لاره هواروي چې د ټاکنو له لارې د بل حکومت تر جوړېدو پورې به چارې مخ ته وړي.
د پاکستان ولسمشر دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي: «ولسمشر د برحاله صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د دغه هېواد پارلمان ړنګ کړ.»
په دغه راپور کې راغلي، د پاکستان د قانون پر اساس، د پارلمان له ړنکېدو درې ورځې وروسته باید نوی سرپرست لومړی وزیر وټاکل شي او د ۹۰ ورځو په موده کې ټاکنې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د پاکستان ټاکنو کمېسیون د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پنځو کلونو لپاره نا اهل (بې واکه) اعلان کړ او له دې پرېکړې وروسته هغه نه شي کولای په ټاکنو کې برخه واخلي او یا هم د تحریک انصاف ګوند مشري وکړي.
Views: 22