د امریکا د بېلا بېلو سیمو په جلا جلا پېښو کې دوه تنه افغانان ځوانان ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا پېښې د امریکا پلازمینې واشنګټن ته نږدې په ورجینیا او په ټیکساس ایالتونو کې رامنځته شوې دي.
په واشنګټن کې د افغانانو ټولنې په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د ساجد ابراهیم خېل په نامه یو افغان ځوان د زمري په ۱۷مه، په یوه ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینې زیاته کړې چې دا ترافیکي پېښه د ورجینیا په ساټفورډ سیمه کې رامنځته شوې وه او ټاکل شوې ده چې سبا همدې ایالت کې خاورو ته وسپارل شي.
بلخوا په ټیکساس ایالت کې مېشت افغان محمد صافی وایي چې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی ځوان محمد سلیم په اوبو کې د لامبلو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.
هغه وصال ټلوېزیون ته وویل، دغه ځوان د ټیکساس ایالت په سن انټونیو ښار د یوه پارک په بند کې ډوب شوی و او جسد یې دوه ورځې وروسته پیدا شو.
د صافي په وینا، ټاکل شوې ده چې د قانوني پروسي تر بشپړیدو وروسته د سلیم جسد افغانستان ته انتقال شي.
ده وویل چې دغه ځوان تر سقوط وروسته امریکا ته راغلی و.
Views: 61