د ټایلنډ په کوربهتوب د قارو ترمنځ د «کانټینینټال» فوټسال جام سیالیو کې د افغانستان او چک جمهوريت لوبه څلور د څلورو پر وړاندې مساوي پاى ته ورسېده.
دغه سیالۍ نن د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک ښار کې پیل شوې چې د اګسټ تر ۱۳مې به دوام ولري.
د افغانستان فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، افغانستان د قارو ترمنځ د «کانټینینټال» فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له چک جمهوريت سره څلور د څلورو پر وړاندې مساوي پای ته ورسوله.
د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، په یادو سیالیو کې پر افغانستان سربېره ټایلنډ، چک جمهوريت، میانمار، سلیمان جزایر او موزمبیق هېوادونه په دوو ګروپونو کې ګډون لري.
دغه راز افغانستان په دې سیالیو کې له موزمبیق او چک جمهوريت هېوادونو سره په یوه ګروپ کې دی.
Views: 22