د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې د ښځو او نجونو حقونه دې په ټولو ځایونو کې مراعت شي؛ ځکه چې هغوی د باعزته ژوند او درناوي وړ دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش دغه څرګندونې نن په ټويټ کې کړې دي.
هغه د هېوادونو د نومونو اخیستو پرته لیکلي: «موږ به هېڅکله له مبارزې لاس وا نه خلو څو اطمینان حاصل شي چې د هغو (ښځو او نجونو) اساسي حقونه په ټولو ځایونو کې مراعتېږي.»
ګوترېش دا څرګندودنې په داسې حال کې مطرح کړي چې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره ښځې او نجونې له محدودیتونو سره مخ شوې دي.
د طالبانو چارواکو په وار وار ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته ژمن دي.
Views: 12