د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۲۹۴۷ افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت نن (پنځشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دغه کډوال پرون (د زمري ۴مه) د هرات اسلامکلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچينه زياتوي، د یادو کډوالو له ډلې ۶۶۳ کسان د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاواېم) ته ورپېژندل شوي دي.
د یادونې ده، د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۸مه هم ۲۲۹۴ افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي وو.
Views: 13