قطب عالم تیمور له دوو نورو ملګرو سره یو ځای پرون د اسټرالیا د Dandenong له ښار څخه تر کنبرې Canberra پورې ۷۰۰ کیلومټره پلی مزل پیل کړی چې نږدې شل ورځې به ونیسي. دا حرکت د هغه افغانانو له خوا پیل شوی چی په افغانستان کی یې د اسټرالیایي ادارو سره په مختلفو برخو کې کار کړی و.
تیمور د اسټرالیا له حکومت څخه غواړي چې ټولو هغو افغانانو د فامیل غړیو ته باید وېزې ورکول شي چې د اسټرالیا حکومت سره يې په افغانستان کې کار کړی.
هغه وصال ټلویزیون ته وویل: «موږ د اسټرالیا له حکومت څخه غواړو چې له افغانستان غوښتنلیکونه نه یوازې دا چې رد نه کړي بلکه ژر تر ژره یې بیاځل پراسیس پیل کړي.»
تیمور وویل حکومت باید تر ۵۰۰۰ پورې نوې ویزې هغو کسانو ته ورکړي چې ژوند یې له خطر سره مخ دی.
د تیمور د معلوماتو له مخې، استرالیا حکومت د کابل له سقوط وروسته څه د پاسه څلویښت زره غوښتنلیکونه ترلاسه کړي چې له دې جملې یوازې دوه زره پنځه سوه ویزې صادر شوې او او څه کم اوه زره نورو ته د رد ځواب ورکول شوی. پاتې نور غوښتنلیکونه تر پروسس لاندې دي.
Views: 53