د پاسپورټونو نړېوال اعتبار تازه درجه بندۍ له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ تر ټولو بااعتباره پاسپورټ د سنګاپور او تر ټولو کماعتباره پاسپورټ د افغانستان وپېژندل شول.
د هنلي موسسې راپور له مخې، د سنګاپور پاسپورټ په دغه درجه بندۍ کې لومړی ځای لري چې د هغه هېواد اوسېدونکي له ویزې پرته د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته سفر کولی شي او په دغه درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ وروستی ځای لري چې اوسېدونکي یې له ویزې پرته د نړۍ ۲۷ هېوادونو ته سفر کولی شي.
په یاده درجه بندۍ کې المان، ایټالیا او هسپانیه په دویمه رده، اتریش، فنلنډ، فرانسه، جاپان، لوکزامبورګ، جنوبي کوریا، او سويډن په درېیمه رده کې راغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د افغانستان پاسپورټ تر ټولو کماعتباره پاسپورت پېژندل شوی و.
هنلي موسسه هر کال دوه ځلي د هوایي لېږد رالېږد له نړېوال بنسټ (IATA) څخه را ټولو شوو معلوماتو او هم د ویزې د قوانینو د تجزیې او تحلیل او نړېوالو مستندو اطلاعاتو پر بنسټ، په نړۍ کې د با اعتباره پاسپورټونو درجه بندي خپروي.
Views: 11