د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، په دغه ولايت کې څه باندې ۱۶ زره ماشومان د سړک غاړه ته او نورو ځایونو کې پر سختو او درنو کارونو بوخت دي.
د معلوماتو له مخې، د دغو ماشومانو يو شمېر يې د خښتو په بټيو کې د خپلو کورنيو له مشرانو سره يوځاى کار کوي.
د يادو ماشومانو له ډلې ١١ کلن ولید وويل چې هر سهار پنځه بجې د خښتو بټۍ ته ځي او تر ماښام ناوخته کار کوي.
هغه زیاتوي، دغه کار د بېوزلۍ له امله کوي، کنه غواړي چې د نورو ماشومانو په څېر زدهکړې وکړي.
نوموړی وایي: «نور ماشومان چې مکتب ته ځي، خوښېږي مې چې زه هم لاړ شم، خو غریب یو او مجبور یو کار وکړو، ورځ کې شاوخوا دوه سوه خښتې وهم او پیسې راکوي.»
دغه راز يو بل ماشوم یاسین هره ورځ له سهاره تر ماښامه د خښتو په بټۍ کې کار کوي او دوه سوه افغانۍ مزد ترلاسه کوي.
نوموړی وایي، ښوونځی یې څلورم ټولګي کې پرېیښی خو غواړي بېرته يې پيل کړي.
هغه وويل: «کور کې مو اقتصادي مشکلات ډېر دي، مجبور يو کار وکړو کنه اوس بايد ما مکتب ويلاى.»
بلخوا، ۵۵ کلن دلاور چې له سرپله بلخ ولایت ته کډه شوى وايي، ټول خلک غواړي چې خپل ماشومان ښوونځيو او مدرسو ته ولېږي خو د ناچارۍ له امله مجبور دي کار پرې وکړي.
نوموړی زیاتوي، د مزارشریف په ګورمار سیمه کې د یوې بټۍ ترڅنګ ۲۵ کورنۍ ژوند کوي او د ټولو کورنیو ماشومان په دغو بټیو کې د خښتو پر وهلو بوخت دي.
حفیظ الله چې دوه زامن یې د خښتو بټیو کې کار کوي، وويل، بېوزلۍ اړ کړی چې ماشومان زدهکړو ته ونه لېږي او د خښتو بټۍ کې کار وکړي.
په دې اړه د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ريیس مفتي نصیراحمد ابوخالد وويل، تېر کال د یونیسف دفتر په مرسته د یوې سروې له مخې معلومه شوه چې په دغه ولايت کې ۱۶۰۹۴ ماشومان د سړک غاړو ته او نورو ځایونو کې پر سختو کارونو بوخت دي.
دى وايي، له دغو ماشومانو سره د مرستې په موخه یې له ځينو بنسټونو او موسسو سره خبرې کړې او د یو شمېر ماشومانو ستونزو ته یې هم رسېدنه کړې ده.
هغه دغه راز وایي، د هغو ماشومانو لپاره یې چې د خښتو بټیو کې کار کوي، هڅه کړې څو د یونیسف دفتر په مرسته ورته د زدهکړو مرکزونه جوړ کړي.
د يادونې ده، د بلخ ترڅنګ په کابل او نورو ولايتونو کې هم زرګونه ماشومان په ورته او نورو درنو کارونو بوخت دي.
Views: 34