ایراني رسنیو خبر ورکړی چې نن سهار پر دوو افغان وګړو چې د «شاهچراغ زیارت» برید کې پر لاس لرلو تورن وو – د اعدام حکم جاري شو.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، د دغو دوو کسانو د اعدام حکم نن سهار له لمر ختو مخکې «شاهچراغ شېراز» زیارت ته نږدې اجرا شوی دی.
د ایران فردا راډیو د رسمي بنسټونو د اعلان له مخې ویلي چې پر شاهچراغ زیارت یاد برید د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشت کې وشو چې له امله یې ۱۳ کسان ووژل شول او له ۲۰ ډېر ټپيان وو.
د راپورونو له مخې، د دغه برید مسوولیت داعش ډلې اخیستی و.
فردا راډیو لیکي، د ایران د بشري حقونو سازمان تېره ورځ ویلي چې دغو دوو افغانانو (محمد رامز رشیدي او نعیم هاشم قتالي) د اعدام حکم قانوني وجاهت نه لري او له هغو اجباري اعترافات اخیستل شوي دي.
د یاد راپور له مخې، د ایران د بشري حقونو سازمان مدیر محمود امیري ویلي: «دغه دوه افغان وګړي له یوې ناعادلانه محکمې وروسته چې د هغو د مجرمیت هیڅ مدارک نه وو، پر اعدام محکوم شوي دي.»
Views: 28