د امریکا د متحدو ایالتونو چارواکي وايي چې راتلونکې کال به د دغه هېواد د تابعيت د ترلاسه کولو د ازموینې بڼه بدله شي، خو د کډوالۍ او د پناه غوښتنې د چارو مدافعان بیا اندېښمن دي چې دا بدلون به د هغو کسانو لپاره ستونزې رامنځته کړي چې د انګلیسي ژبې سره لږه بلدتیا لري.
د امریکا غږ د راپور له مخې، دغه ازموینه د متحدو ایالتونو د تابعیت ترلاسه کولو په موخه یو له وروستیو ګامونو څخه دی چې اداري بهیر یې میاشتې میاشتې وخت نیسي او ځینې هغه کسان چې په امریکا کې د دایمي استوګنې (شنه کارتونه) لري باید د دغه هېواد د تابعیت د ترلاسه کولو لپاره کلونه انتظار وکړي.
د تابعیت د ازموینې د وروستۍ نسخې بیا کتنه په ۲۰۰۸ کې ترسره شوې او چارواکي وايي چې دا ازموینه باید په هرو ۱۵ کلونو کې نوی شي. د چارواکو په وینا د تابعیت د ازموینې نوې نسخه به په راتلونکي کال کې نهايي شي.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې دغه ازموینې ته بدلون ورکړ او هغه یې اوږده او ستونزمنه کړه، خو د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو میاشتو کې د یو اجرائیوي فرمان په لاسلیکولو سره د پخواني ولسمشر ټرمپ له خوا رامنځته شوي خنډونه لرې کړل او د تابعیت ازموینه یې بیرته د ۲۰۰۸ نسخې ته راوګرځوله.
د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې (یو اس سي ای اس) وړاندیز کړی چې د تابعیت ازموینې ته د انګلیسي ژبې مهارتونو ارزولو لپاره د “خبرې کولو یا محاورې” نوې برخه اضافه کړای شي، په کوم کې چې ازموینه اخیستونکي ته به د ورځني چارو لکه د اب او هوا یا د خوړو یو عکس وښودل شي او نوموړی باید د هغه په اړه خبرې وکړي.
د تابعیت په اوسنۍ ازموینه کې، د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو د ادارې چارواکې د مرکې په ترڅ کې د انګلیسي ژبې مهارتونه د شخصي پوښتنو له لارې ارزوي کوم چې غوښتونکي له وړاندې د تابعیت د منلو په اسنادو کې ځواب کړي دي.
په جورجیا ایالت کې د افغانانو د متحدې ټولنې مرکزي غړي اسدالله صافی وایي، دا به هغو کډوالو لپاره ډېرې ستونزې جوړې کړې، چې د انګلیسی ژبې زده کړو سره ستونزې لري.
هغه زیاته کړ: ” په وروستیو کلونو کې د هر عمر لرونکی افغانان امریکا ته راغلي دي، د ډېر عمر لرونکی نارینه او ښځینه وو ته به دا ډېره ګرانه وي چې انګلیسي زده کړه او سخته ازموینه ورکړي.”
بل وړاندیز شوی بدلون به د امریکا د متحدو ایالتونو د تاریخ او حکومت په اړه د مدني برخې پوښتنو پرځای، څو انتخابي پوښتنو ته د لنډ شفاهي ځوابونو ورکول دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې د دسمبر په میاشت کې په یوې اعلامیې کې وویل چې د ازموینې په برخه کې وړاندیز شوي بدلونونه یو له غوره لارو څخه دی چې د تابعیت د ازموینې په معیاري کولو کې مرسته کوي.
د امریکا د فدرال قانون له مخې، ډېری کسان چې د تابعیت غوښتونکي دي باید په انګلیسي ژبه پوه شي او د عامو کلمو د ویلو ، لوستلو او لیکلو د وړتیا ترڅنګ، د متحدو ایالتونو د تاریخ او حکومت په اړه یوه اندازه پوهه او معلومات ولري.
یادې ادارې ویلي چې وړاندیز شوي بدلونونه په ۲۰۲۳ م کال کې پیلیږي او بیا به د ژبې او مدني کارپوهانو یوه ډله یې د پایلې ارزونه وکړي. دغه کاري ډله به د بدلونونو د ښه پلي کولو په موخه د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې ته خپل وړاندیزنه هم وړاندي کړي.
د کالیفورنیا د سان فرانسیسکو په پوهنتون کې د سیاسي علومو پروفیسوره سارا ګوډمن وايي، د امریکا متحده ایالتونه اوسمهال د جرمني، کاناډا او بریتانیې په ګډون د نورو لویدیځو هیوادونو په پرتله د تابعیت د ترلاسه کولو تر ټولو اسانه ازموینه لري.
د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې په وینا، په ۲۰۲۲ مالي کال کې له یو میلیون څخه زیاتو کسانو د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کړل چې له ۱۹۰۷ راهیسې ترټولو لوی شمېر ګڼل کېږي.
Views: 32