افغانستان د کرکټ په لومړۍ یوه ورځنۍ نړېواله لوبه کې چې له باران څخه زیانمنه شوې وه، بنګله دېش ته د ۱۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د یادې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
بنګله دېش لومړۍ توپوهنه پیل کړه چې د لوبې په جریان کې دوه ځلې باران وشو او د لوبې لوبڅارانو دا لوبه ۴۳ اورونو ته ټیټه کړه.
دغه راز بنګله دېش په ټاکل شویو ۴۳ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۹ منډې جوړې کړې خو د کرکټ د باران یا (ډي ایل ایس) سیستم له مخې د افغانستان لپاره د ۱۶۴ منډو هدف وټاکل شو.
په توپ اچونه کې د افغانستان له لوري فضل الحق فاروقي ۳، راشد خان او مجیب الرحمن دوه دوه، محمد نبی او عظمت الله عمرزي بیا د بنګله دېش یوه-یوه لوبغاړی و سوځول.
کله چې افغانستان توپ وهنه پیل کړه او په دوو ویشتو اورونو کې یې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۳ منډې جوړې کړې یو ځل بیا باران پیل شو او بیا و نه درېد.
د دغې لوبې لوبڅارانو او مسوولینو د کرکټ د باران د قانون له مخې، پرېکړه وکړه چې افغانستان دا لوبه د ۱۷ منډو په توپیر سره وګټله.
د افغانستان له لوري په توپوهنه کې ابراهیم ځدراڼ ۴۱ منډې او رحمان الله ګربز بیا ۲۲ منډې وکړې.
فضل حق فاروقي چې درې لوبغاړي یې سوځولي وو، د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د یادونې وړ ده د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه به د راتلونکی شنبې په ورځ ترسره شي.
Views: 11