ننګرهار کې يوه ځوان ډاکټرانو او روغتونونو ته د اسانه لاسرسي لپاره اپلېکشن جوړ کړی

يوسف ظريفي
جولای 4, 2023

ننګرهار کې یوه ځوان ډاکټرانو، روغتونونو او لابراتوارونو ته د خلکو د اسانه لاسرسي او وخت اخیستو لپاره د «صحت عامه» په نوم يو اپلېکېشن جوړ کړی دی.

د دغه اپلېکېشن له لارې خلک کولای شي د خپلو ناروغيو درملنې لپاره تجربه لرونکی ډاکټر ومومي، نوبت ونیسي او دغه راز روغتونونو او لابراتوارونو ته هم په اسانه لاسرسی ولري.

د یاد اپلېکېشن جوړوونکی وايي، تر اوسه یې تر سلو پورې ډاکټران، يو شمېر مجهز روغتونونه او لابراتوارونه ثبت کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

حبيب ‎الله جبارخېل چې د ننګرهار د دره‌نور ولسوالۍ اوسېدونکی دی، لومړنۍ زده‌کړې يې د جلال‌اباد ښار په نصرت لېسه کې ترسره او لوړې زده‌کړې يې د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې کړې دي.

هغه وایي، په انلاين بڼه یې په يو شمېر نړېوالو کورسونو کې د سافټوير جوړونې برخه کې زده‌کړې کړې او د داسې يو سافټوير نه شتون او د خلکو ستونزو اړ کړی چې یاد اپلېکېشن جوړ کړي.

هغه پژواک ته وویل: «له ډېر مخکې راسره دا فکر و نو شپږ مياشتې وړاندې مې هوډ وکړ بالاخره يوه مياشت وړاندې سافټوير بشپړ شو، مصرف مې پرې تر اوسه شاوخوا ۱۵۰ زره افغانۍ راغلى دى.»

هغه وايي، ډاکټرانو ته په دغه سافټوير کې د شاملېدو لپاره بايد هغوی په يوه برخه کې تخصوص ولري چې اسناد يې بايد شريک شي، روغتونونه بايد د خپلو شته امکاناتو په اړه معلومات سره له انځوره ورکړي او لابراتوار هم بايد د خپلو موجوده ماشينونو او وسايلو او دا چې کوم ډول معاينات کولی شي، بشپړ معلومات ورکړي.

نوموړي زياته کړه: «کله چې يو څوک ناروغ وي يا ناروغ ولري، نو د دغه اپلېکېشن له لارې کولی شي له اړوند ډاکټره مشوره واخلي يا وخت واخلي، روغتونونه کومې اسانتيا لري.»

جبارخېل وايي، په دغه اپلېکېشن کې يې يوه بله برخه د درملتونونو لپاره ځانګړې کړې چې تر کار لاندې ده.

هغه زياتوي، په دې برخه کې به خلک د ډاکټر نسخه پورته کوي يا هم د درملو نوم به ليکي او درملتونونه چې په دې برخه کې راجسټر کېږي، که ورسره دغه درمل موجود وي، ياد کس ته به خپل ادرس ورکوي چې په اسانۍ درمل ترلاسه کړي.

نوموړي دا هم وويل: «د دغه اپلېکېشن يوه ګټه دا هم ده چې ډاکټران، روغتونونه او لابراتوارونه به له خلکو سره د نورو ناروغانو په پرتله تخفيف کوي چې دا چاره اوس پيل شوې او هغو کسانو ته چې د دغه اپلېکېشن له لارې یې مراجعه کړې، تخفيف ورکړل شوی دی.»

حبيب‎الله جبارخېل وايي، د «صحت عامه» اپلېکېشن يوازې په ننګرهار پورې محدود نه دی، هڅه روانه ده چې د هېواد ټولو ولايتونو ډاکټران، روغتونونه او لابراتوارونه په کې ثبت کړي.

دی وايي، اوس مهال دغه سافټوير يوازې په پښتو او انګليسي ژبو دی خو کار يې روان کړی چې را روانه مياشت به په کې دري ژبه هم ور زياته کړي.

بلخوا عام خلک د دغه ډول سافټويرونو جوړېدل ګټور بولي.

د ننګرهار يوه اوسېدونکي ميرويس پژواک ته وويل، دغه سافټوير هم ډاکټرانو ته په ګټه دی او هم ناروغ لرونکو ته؛ ځکه دواړه به ترې په اسانه ګټه اخلي او ناروغ لرونکي به ډاکټرانو او روغتونونو ته اسانه لاسرسی ولري.

بلخوا د ننګرهار ولايت چارواکي د یاد ځوان له دغه کاره ملاتړ کوي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس قاري نورمحمد حنيف وايي: «دا يو ښه نوښت دی او موږ يې ملاتړ کوو، که په هره برخه کې ستونزه ولري موږ به يې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ حل کړو.»

له دې مخکې د ننګرهار پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي يوه محصل له نابينا وګړو سره د مرستې لپاره ځيرکې عينکې او لکڼه جوړ کړي وو.

 

Views: 28

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi