د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین د پیل په تړاو د یوه ټویټر سپیس ویناوالو په ډاګه کړه چې د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه ولس ته په دې اړه قناعت نه دی ورکړی او په دې سره غواړي سیاسي امتیاز ترلاسه کړي.

د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین د پیل پر مهال د ټویټر سپیس، چې د چنګاښ په ۱۱مه، په ټویټر کې تنظیم شوی و په کې؛ د مېلمنو ترڅنګ ۱۷۰۰ تنو برخه اخیستې وه.

د دې کمپاین او سپیس یو تن تنظیموونکې مېرمن مالیار وویل، دا بشپړ غیر سیاسي کمپاین دی، هېڅ ډلې او ټولنې پورې تړاو نه لري او یواځینې موخه یې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو خلاصول دي.

د دې سپیس بل کوربه بصیر دانشیار وویل، دوه کاله کېږي چې د هېواد نجونو له زده کړو بې برخې دي، د همدې امله یو شمېر کسانو د نجونو د زده کړو ملي کمپاین پیل کړی دی، دا یو ولسي خوځښت دی او په یوه غږ غوښتنه کوي چې نجونو ته دا ملي، فرهنګي او اسلامي حق ورکړل شي.

هغه زیاته کړه، که چیرې دا حق په وخت ورنه کړل شی، نو د دغه حق لپاره به هر ډول مدني حرکت په لاره واچوي.

په دې سپیس کې دوکتور فضل هادي وزین، مېرمن شینکی کړوخېل، دوکتور ابراهیم شینواری، ډاکټر خوشحال روهي او استاد عابده مجیدي خبرې وکړې او د یو شمېر کسانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

ډاکټر خوشحال روهي چې د دې کمپاین یو له مهمو تنظیموونکو څخه هم دی، وویل، ټول ولس په جریان کې دی چې نږدې دوه کاله (۲۲ میاشتې)  کېږي د هېواد د نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې بندې شوې، ولس بیا بیا غوښتنې وکړې، اعتراضونه وشول، قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني ټولنې بار بار غوښتنې وکړې، نړېوالې ټولنې د افغان ولس غږ بدرګه کړ، اسلامي نړۍ مهمو دیني مراجعو، عالمانو غبرګون وښود، د ولس د غږ ملاتړ یې وکړ، خو سرپرست حکومت هیڅ اقدام ونه کړ، بلکې د ښوونځیو ترڅنګ یې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پر وړاندې وتړلې.

هغه زیاته کړې، د سرپرست حکومت چارواکي په دې اړه متضادې خبرې کوي، چې هېڅکله د ملت لپاره د منلو وړ نه دی، د سرپرست حکومت ځینې چارواکي هم په دې اړه بیلا بیل نظرونه لري.

ډاکټر روهي وویل چې، تر اوسه د پرمختګ هېڅ څرک نه لیدل کیږي، بندیزونه ورځ تر بلې زیاتېږي، دوه کاله ډېر وخت دی د یوه نسل دوه کاله ضایع شول، د افغانستان د ملي ګټو له  نظره دا یوه ډېره مهمه مسله ده، ولس نور ناهیلی شوی دی او امیدونه پرې شوې دي.

د نوموړي په وینا، له همدې امله ګڼ شمېر افغان پوهانو، دیني عالمانو، ټولنیزو شخصیتونو، دیني او ملي شخصیتونو پرېکړه وکړه چې په دې اړه یو ملي او سراسري کمپاین پیل کړي چې دا دی نن پیل شو،  دا هېڅ ډلې یا ګوند پورې تړاو نه لري، بشپړ غیر سیاسي حرکت دی.

ده زیاته کړه: “هېچاته اجازه نه ورکوو چې نور زموږ د لوڼو، خویند  د زده کړو حق تر پښو لاندې کړي  د نجونو تعلیم زموږ دملي ګټو لپاره مهمه ده.  دا یو سوله ییز خوځښت دی. یواځې د نجونو پر زده کړو تمرکز کوي. موږ هڅه کوو د سرپرست حکومت مسوولینو سره نیغ په نیغه هم مذاکرات وکړو، د مشرانو، عالمانو جرګې ولېږو، د ولس پر انسجام او همغږۍ هم کار کوو. خپلې هڅې سره منظم کوو. “

ډاکتر روهي وایي، د اسلامي نړۍ د سازمان او د هغوی د دیني مراجعو ملاتړ ترلاسه کوي، هغوی هڅوي چې سرپرست حکومت دې ته وادارکړي چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړی.

هغه زیاتوي: “د اسلامي نړۍ پر ملاتړ او هڅو ډیر حساب کوو، موږ هڅه کوو د نړېوالو سازمانونو څخه د هغوی د ملاتړ غوښتنه وکړو. “

د نوموړي په وینا، هېوادوال په دې تمه وو چې سرپرست حکومت به په دې اړه ژر کوم اقدام وکړي، طرحه به جوړه کړی، شرایط به برابر کړي، خو دا دی دوه کاله کېږی، تر اوسه هیڅ اقدام نه دی شوی او نه هم له دې وروسته تمه کېږي.

د نوموړي په وینا، چې په دوو کلونو کې طرحه نه جوړېږي، یا یې د جوړولو وړتیا نه لري یا نه غواړي چې جوړه یې کړي.

د دغه سپیس بله ګډونواله  استاد عابده مجیدي وویل، په قران کریم کې د الله تعالی لومړی فرمان د تعلیم زده کړه وه،  نور شیان ورپسې دي، الله تعالی پر قلم قسم کړی دی.

هغې زیاته کړه، په ټوله نړۍ کې افغانستان یواځینې هېواد دی چې دلته دا موضوع مطرح ده چې علم فرض ده که نه، مباح یا واجب دی، دا ډیره دردوونکې ده، چیرته چې دین نقض کېږي، خو خلک غږ نه پورته کوي. “

ډاکتر مجیدي وایي، د سرپرست حکومت لخوا د نجونو پر زده کړو د بندیز دې پریکړې نتایج به ډیر خطرناک وي، د دین پر وړاندې د خلکو بدګمانې زیاتیږي، ناهیلۍ زیاتیږي، ځوانان او پیغلې له زده کړو پاتې کیږي او هېواد پرېږدي.

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال ډاکتر ابراهیم شینواری وایي، قران کریم کې ډېر ذکر پر طبیعي علومو شوی دی، د علم زده کړه زیاتره موارد پر طبعیت، کایناتو وغیره باندې شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې حضرت محمد ص د حجه الوداع په خطبه کې د ښځو پر حقوقو ټینګار وکړ، خو اوس د مسلمانو د وروستو پاتې کېدو ستر لامل د پیغمبر صاحب د وروستۍ خطبې نه عملي کول دي.

شینواري وویل، په تیرو ۲۰ کلونو کې ښه ًپرمختګونه شوي وو، څلور میلیونه نجونې زده کړې کولې، ۹۰ زره ښځې ښوونکې وې، ۲۶۰۰ پوهنتونونو کې استادانې وې، چې ۸۰ تنو  په کې دوکتوراوې لرلې.

د هغه په وینا، اوسني حکومت دغه ښځې او نجونې په کورونو کې کښینولي، حقوق نه ورکوی، ولس ته پاکه خبره نه کوي، بیلا بیل ډول بهانې کوي.

هغه وایي، د نجونو د زده کړو په اړه د سرپرست حکومت تعبیر اشتباه دی، دوی  غلطه روان دي، د سترې محکمې رییس په خپل کتاب کې د نجونو په اړه د خپل ذوق له مخې  برداشت کړی او لیکنه یې کړې ده.

ډاکټر ابراهیم شینواري وویل، سرپرست حکومت د نجونو د زده کړو لپاره سیاسي امتیاز غواړي.

دی زیاتوي: “بیا دې موږ او ولس ته ووایي، چې موږ یې غږ له نړېوالو سره شریک کړو، دا د یوې ډلې مسله نه ده، د ټول ملت مسله ده. “

د هغه په وینا، که چېرې دا کلتوري ستونزه وي، نو دا هم ناسم تعبیر دی، کلتور دایمی نه وي، وخت په وخت بدلیږي، اسلامي وظیفه د اده چې له ناوړه کلتورونو سره مقابله وکړی شی، اسلام کلتورونه اصلاح کوي.

شینواری وایي: “ زما د تجربې له مخې، په هغو سیمو چې طالبانو واکمني کوله، هلته د نجونو ښوونځی فعاله وو، د هلمند په نادعلي کې د طالبانو په ساحه کې یو امریکا مېشت افغان په خپل لګښت د نجونو ښوونځی فعاله کړی و. “

ده وویل، په پکتیکا کې یو تن خپلې لوڼې ۱۲ کیلو متره پر موټرسایکل ښوونځي ته وړل، له دې معلومېږي چې دا کلتوري ستونزه نه ده.

هغه زیاتوي: “ دوی دې موږ ته اصلي علت ووایي، موږ سره دې بحث وکړي، که چیرې د تعبیر مسله وي، د ټولۍ نړۍ تکړه ديني عالمانو سره دې بحث وکړي، هغوی د دین په تعبیر ښه پوهېږي ځکه خپله ژبه یې ده، د نړۍ له ۵۷ اسلامي هېوادونو څخه ۵۶ یې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي. “

د هېواد وتلي دیني عالم ډاکټر فضل هادي وزین د سپیس ګډونوالو ته وویل، دا د ټولو اسلامي، ملي ، انساني اوشرعي وجیبه ده چې په دې کمپاین کې برخه واخلي، ځکه دا دیوې ډلې پورې تړاو نه لري، دا د ټول ولس کمپاین دی.

هغه زیاته کړه، د نجونو زده کړه، یوه انساني، ملي، شرعي قضیه ده، باید دې ته په اسلامي، ملي او شرعي توګه وکتل شي.

د ډاکټر وزین په وینا، له بده مرغه د سرپرست حکومت پرېکړه غیر شرعي ده چې د نجونو پر وړاندې یې زده کړې بندې کړې دي.

ده وویل، په یویشتمه پیړۍ کې چې نړۍ د علم له لارې پرمختګونه کوي، په افغانستان کې د نحونو زده کړې بندې شوې دي چې دغه کار افغانان د نړېوالو د خندا کړي دي.

خو هغه زیاته کړه چې دا د ژړا ځای هم دی چې افغانان ولې په داسې حال کې قرار لري.

د ښځو د حقوقو فعالې شینکۍ کړوخېلې وویل، ورځ تر بلې محدودیتونه زیاتېږي، د نجونو پر زده کړو د بندیز دا دی دوه کاله پوره کېږي، افغانان نور باید راویښ شي او احساس د مسوولیت وکړي.

هغې زیاته کړه، په هرې کورنۍ کې نجونې، ښځې شته، باید د دوی د خپلو مشروع حقوقو د غوښتنې او ساتنې لپاره هڅې وکړي.

دې وویل: “ نور باید دې ته انتظار ونه کړو، چې بل څوک دا کار وکړی، د دې هېواد د یوه وګړي په توګه احساس مسوولیت وکړي او غږ پورته کړي. دلته د افغانستان د برخلیک موضوع مطرح ده. “

 

Views: 129

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi