د پښتون ژغورنې غورځنګ هالنډ له لوري په پاکستان کې د خپلو غړو د سملاسي خلاصون په موخه لاریون ترسره شو.
په دې وروستیو کې د پاکستان د حکومت لخوا د غورځنګ ګڼ شمېر غړي نیول شوي او په زندانونو کې اچول شوي دي، چې په غبرګون کې یې د پي ټي ایم لخوا له تېرو څو ورځو راهیسې په میرانشاه کې پرلت روان دی.
په دغه لاریون کې د هالنډ له بیلابیلو ښارونو څخه په سلګونو د لر او بر وطن خلکو ګډون کړي وو چې موخه یې د میرانشاه د ناست پرلت ملاتړ ترڅنګ ددغه غورځنګ د ټولو روا غوښتنو د ژر تر ژره حل غوښتنه وکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د هالنډ څانګی مشرې سایرې نورزۍ د لاریون پر مهال وویل چې څه موده وړاندې په محکومه پښتونخوا کې د پاکستاني پوځیانو لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عید الرحمن وزیر، جلال وزیر، زکیم وزیر، صابر بلال، اعجاز خوشحال، عالمزیب مسید نیول شوي دي.
د نوموړی په وینا، په افغانستان کې هم د واکمنو لخوا د پي ټي ایم د غړو او ملاتړو هر یو مطيع الله ویسا، نورايل کليوال،عنایت خان، بيح عیار او یو شمېر نور نیول شوي دي .
د نورزۍ په وینا، په همدي موخه د شمالي وزیرستان په میرانشاه ښار کې پرلت وهل شوې دي.
د پې ټې ایم هالڼد مشرې سایره نورزۍ وایې د دغه غورځنګ د عمومي مشر منظور پښتون په لارښوونه د علي وزير او د دغه غورځنګ د نورو غړو د نیولو په غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لر او بر وطن په ګډون په ټوله نړۍ کې د پراخو لاریونونو لړۍ پیل شوېده ترڅو د غورځنګ غوښتني ومنل شي.
هغې زیاته کړه، میرانشا کې د ناست پرلت ټولې غوښتنې قانونې دي او باید ژر تر ژره ومنل شي.
نوموړې وویل: “موږ د یاد پرلت څخه په کلکه ملاتړ کوو او د پاکستانې ریاست او بشرحقونو له ټولو مسولو ادارو غوښتنه کوو چې ژر ترژر د پښتون ژغورنې غورځنګ ټول غړي ازاد کړي. “
نورزۍ د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې هلته دې د افغان کډوالو د غیر قانوني نیولو او ځورولو لړې هم پای ته ورسوي.
د دې په وینا که دا لړۍ ونه درول شي؛ نو دوي به خپلو لاریونو ته دوام ورکړي.
همدارنګه د پې ټي ایم بلجیم مشر ملک بازي، په پښتونخوا کې د بشرې حقونو فعال او د پې ټي ایم هالنډ مخکښ غړي زرغلي خان اپریدي، نطیف الله نهضت، د پې ټې ایم د مرکزې کومیټې غړي رحمن لله مومند او نورو خبرې وکړي.
ویناوالو د خپلو خبرو په ترڅ کې د پاکستانې چارواکو وغوښتل چې نور د بې ګناه پښتنو له وژلو زورولو او نیولو څخه لاس واخلې.
د ښځو د حقونو د فعالې او د پې ټې ایم هالنډ غړې غرڅنۍ وطنیار د پرېکړه لیک د لوستلو پرمهال وویل، که په لر او بر وطن کې د پښتون ژغورني غورځنګ د فعالانو نیولو لرۍ د واکمنو لخوا ونه درول شي؛ نو دوي به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي او دغه لړۍ د ملګرو ملتونو تر نړېوالو ستیجونو ته ورسوي.
Views: 5