د اوشین ګیټ په نامه بریتانوي کمپنۍ اعلان کړی چې د ټايټان اوبتل پاتې شونې موندل شوي او د ټیټانک د ډوبې شوې تاریخي کښتۍ د سیل لپاره تللي پنځه واړه کسان مړه شوي دي.
دغه اوبتل د تېرې یکشنبې په ورځ، د جون ۱۸مه ( غبرګولی ۲۸مه) وروسته له هغه لادرکه شوه چې د بحر تل ته تر ښکته کېدو وروسته ورسره اړیکې پرې شوې.
د ټیټانیک ډوبه شوې کښتې د کاناډا د ساحل په ۵۰۰ کیلو مترۍ کې د څلور زره متره په ژور والي د اطلس بحر په تل کې پرته ده.
د امریکا د ساحلي ګارد د مسوولینو په وینا، د ټایټان اوبتل چې د یکشنبې په سهار اته نیمې بجې یې د ټیټانیک د ډوبې شوې کښتۍ پر لوري خپل سفر پیل کړ، ټاکل شوې وه چې تر اووه ساعته سفر وروسته بیرته راوګرځي، خو د ټایټان اوبتل هم د ټیټانیک کښتۍ په برخه لیک واوښت .
د اوشین ګیټ په نامه بریتانوۍ کمپنۍ ویلي، چې په دغه اوبتل کې د ۹۶ ساعتونو پورې اکسیجن وو، خو کله چې له اوبتل سره اړیکې پرې شوې اوتر ټاکلې مودې اکسیجن خلاص شول، نو په اوبتل کې سپاره کسان مړه شول.
د اوبتل او پکې د سپرو کسانو د ژغورنې لپاره د بریتانیا، فرانسې، کاناډا او امریکا لخوا په پراخه کچه عملیات ترسره شول.
تر دې مخکې د پلټنې عملیاتو کې د ټېټان اوبتل ځينې پاتې شوني هم د بحر تل کې، ۴۰۰۰ متره لاندې، د ټيټانیک له پاتې شونو سره په ۵۰۰ متره واټن کې لیدل شوي وو.
د معلوماتو له مخې دا د ټېټان اوبتل د بهرنۍ برخې پاتې شوني دي چې له لرې ځایه کنترولېدونکي اوبتل موندلي.
د ټایټان د توریستي اوبتل پنځه مسافر، بریتانوي میلیارډر همیش هارډینګ، پاکستانی سوداګر شهزاده داوود او د هغه زوی سلیمان چې برتانوي اتباع هم دي، ۷۷ کلن فرانسوي پاول هینري نیرګول او د اوشن ګیټ اجراييوي مدیر او څښتن، ۶۱ کلن سټاکون راش دي.
د ټايټان توریستي اوبتل دغه مسافرینو د ټایټانیک د ډوبې شوې تاريخي کښتۍ د پاتې شونو د لیدود لپاره چې اته ساعته یې دوام کاوه، هر یو ۲۵۰ زره ډالر فیس ورکړي وو.
یاده دې وي، ټایټانیک د خپل وخت پرمختللې مسافروړونکې کښتۍ وه، چې په ۱۹۱۲ کال کې له بریتانیې څخه متحده ایالاتو ته د سفر په مهال په شمالي اتلانتیک سمندر کې د کنګل له یوې غټې ټوټې سره له جنګېدو وروسته ډوبه شوه او ۱۵۰۰ کسان په کې مړه شول.
د ټایټانیک کښتۍ ټوټې په ۱۹۸۵ کې د کاناډا له ساحل څخه شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره لیرې د اوبو له سطحې ۴۰۰۰ متره لاندې د سمندر په تل کې وموندل شوې او د څېړونکو او سیلانیانو د پام وړ وګرځېدلې.
Views: 21