پکتیکا کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د کوشاني دور یوه مجسمه چې له دوه زره کلونو ډېره تاریخي مخینه لري، موندل شوې ده.
د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور رییس محمدامین حذیفه وايي ویل چې د بودایانو دا تاریخي مجسمه د خوشامند ولسوالۍ په مینارې سیمه کې د ځایي خلکو له خوا پیدا شوې ده.
د هغه په وینا، دغه تاریخي اثر د کوشاني دور د مجسمو په ډول ده چې له دوه زره کلونو ډېره تاریخي لرغونتيا لري.
د یادونې ده، څه وخت مخکې هم د پکتیکا په شخېلاباد ولسوالۍ کې ۶۹ تاریخي سیکې موندل شوې وې.
Views: 18