د راپورنو له مخې، څلور ماشومان چې د کولمبیا د یوې الوتکې له لوېدو وروسته د امازون په ځنګلونو کې نادرکه شوي وو، ۱۷ ورځې وروسته په ځنګله کې ژوندي موندل شوي دي.
یورونیوز پرون (پنجشنبه) راپور ورکړی چې د کولمبیا مرستندویه ځواکونو یاد ماشومانون د چهارشبې پر ورځ ناوخته ژغورلي دي.
د کولمبیا ولسمشر ګوستاو پترو هم د ټویټر له لارې په یوه پیغام کې ویلي: «د پوځ له سختو پلټنو وروسته، هغه څلور ماشومان مو ژوندي موندلي چې د ګوویرا په سیمه کې د الوتکې له نسکوریدو وروسته نادرکه شوي وو. دا د هېواد لپاره د خوښۍ ځای دی.»
دا ماشومان وروسته له هغه وموندل شول چې پلټونکو سپیانو د ماشوم شیدو بوتل، یوه بیاتي، د وېښتانو بند او یوه اندازه نیمه خوړل شوې مېوې وموندلې.
یاده «سِسنا ۲۰۶» ډوله الوتکه له اوو مسافرینو سره له «آمازوناس» ولایته «گواویار» ولایت ته روانه وه او د روانې میاشتې په لومړیو کې په انجین کې یې د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې وه.
وروسته له هغه، تر سلو د ډېرو کولمبیايي سرتیرو په مرسته د پلټنې د پراخه عملیاتو له پیل سره هممهال، بالاخره له دوو اونیو نادرکه کېدو وروسته د شنبې پر ورځ د الوتکې ټوټې وموندل شوې.
د پیلوټ، همکار پیلوټ او د څلورو ماشومانو د ۳۳ کلنې مور جسدونه په «کاکوتا» ولایت کې د الوتکې د لوېدو ځای کې موندل شوي وو.
Views: 1